د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د انتخاباتو کمېسیون: د شکایاتو کمېسیون دې تر سبا د نوماندانو نوملړ را وسپاري


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون څخه غواړي چې د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی نوملړ تر سبا پورې دغه کمېسیون ته د اعلان لپاره ور وسپاري.

د انتخاباتو لپاره د اعلان شوي نوملړ پر اساس، ټاکل شوې وه چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له ارزونې وروسته، د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی نوملړ د اسد د میاشتې په ۱۲مه اعلان شي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند او کميشنر سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له لوري تراوسه دوی ته د نوماندانو وروستی نوم لړ نه دی سپارل شوی.

نوموړي د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون څخه وغوښتل، ترڅو یاد لېست تر سبا پورې دوی ته ولېږي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

دی وایي:

"هیله مند یوو چې تر سبا پورې دغه نوملړ مونږ ته را ورسېږي، که چېرې سبا مونږ ته دا لېست ورسېږي، یوه ورځ وروسته به د یوه علني کنفرانس پرمهال به اعلان شي."

د افغانستان د انتخاباتو د قانون په اساس، د نوماندانو نوملړ لومړی د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته د څېړلو لپاره لېږل کېږي، ترڅو یاد لېست نهايي شي.

هغه څه چې په انتخاباتي مهالوېش کې راغلي، لومړنی لېست باید د سرطان په اوومه نېټه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لورې انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته ورلېږل شوی وای، خو د دغه کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لومړنی لېست له څو ورځو ځنډ وروسته ورسپارل شوی.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د میزان د میاشتې په ۲۸ مه نېټه ترسره شي.

په همدې حال کې د انتخاباتو یوشمېر څارونکي بنسټونه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په انتخاباتي سرغړونو تورنوي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"دوی یعني د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په تدریجي ډول لومړنی لېست اعلان کړ، دا طبعي خبره ده چې د انتخاباتي شکایتونو اخيستلو او څېړلو کې خپلې اغېزې لري، اوس چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کار دی، د دې لپاره چې شکایتونو کمېسیون ته په وخت لېست نه دی سپارل شوی، دوی هم له ورته ستونزې سره مخامخ شوې دي."

ښاغلی رشید وايي، د انتخاباتو مهالوېش خپلې ستونزې لري چې په وینا یې، د انتخاباتو په قانون کې دا بدلونونه باید له انتخاباتو مخکې راغلي وای.

د نوموړي په وینا، د دې احتمال شته چې د انتخاباتو په راتلونکو پړاوونو کې هم ورته سرغړونې رامنځته شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG