د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

ملي ارمان: د کاندیدانو له لېست نه باید بهرني جاسوسان هم وایستل شي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په ګردېز کې د تېرې ورځې د خونړۍ پېښې په اړه په خپرې شوې مقاله کې ویلي چې د پکتیا په یوه جومات کې د انتحاري حملې له کبله یو ځل بیا په ډېر شمېر بې ګناه افغانان ووژل شول.

په مقاله کې راغلي چې د ګردېز په پرونۍ حمله کې له ۱۵۰ زیات ملکي او بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیا پر یوه جومات د تېرې ورځې د حملې انځور
د پکتیا پر یوه جومات د تېرې ورځې د حملې انځور

د مقالې په دوام کې راغلي چې ورځ تربلې په افغانستان کې امنیتي حالت مخ پر خرابېدو دی، خو امنیتي ځواکونه د حکومت له لورې د حمایتي برنامې له نه موجودیت سره مخ دي او ان په سختو شرایطو کې هم دوی ته د دښمن پر وړاندې د دفاع لپاره اکمالات نه رسېږي.

د سرمقاله لیکونکې په خبره افغان حکومت عملاً جګړه د وسله والو مخالفیونو په مقابل کې بایللې او داسې پریکړه شوې چې د افغانستان د جغرافیې یوه لویه برخه هم د دوی په واک کې ورکړي خو په ورته وخت کې د دغه حرکت په تکتیکي بللو سره غواړي عامه ذهنونه هم ګډ وډ کړي.

د مقالې په اخر کې ویل شوي چې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت په سیاسي او امنیتي پروګرامونو کې له ماتې سره مخ دی.

انیس:

د انیس دولتي ورځپانې بیا په خپلې سرمقاله کې ویلي چې د وسله والو مخالفیونو له لورې په مقدسو ځایونو کې بریدونه د افغانانو هغه هیله خاورې کوي چې د سولې لپاره یې لري او دښمانان غواړي په دا ډول بریدونه سره د سولې لپاره پیل شوی هڅې تتې کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې دا حملې په داسې حال کې زیاتېږي چې افغانان د لوی اختر لپاره په چمتوالي بوخت دي او تمه ده چې په لوی اختر کې اوربند اعلان شي او که چېرته دغه اوربند دوام ومومي کېدای شي په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ښه پیلامه وګرځي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم د انتخاباتو په اړه لیکلي او په سرمقاله کې يي راغلي دي چې د کاندیدانو له لېست څخه باید بهرني جاسوسان هم ووېستل شي.

ورځپاڼې لیکلي، د ولسي جرګې د کاندیدانو د څېړلو کمېسیون هغه کسان چې د قانون خلاف په کړنو تورن دي او یا يي د غیر مسوله وسله والو مسولیت درلود د کاندیدانو له لېسته ویستلي دي.

د مقالې په دوام راغلي چې افغانستان په داسې وضعیت کې دی چې بهرنیو هېوادونو او استخباراتي شبکو په بېلابېلو طریقو خپل مزدوران په لوړ دولتي څوکیو کې ځای پر ځای کړي او یا يي د کولو هڅه کوي.

ورځپاڼه وايي چې دا کسان په ظاهر د هېواد د دفاع ټټر ډبوي خو په پټه بیا د بهرنیو لپاره جاسوسي کوي.

د مقالې په اخر کې راغلي دي، دا کسان هماغسې لکه څرنګه چې غیر مسول وسله وال د افغانستان د خلکو ګټې ګواښي د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی او د سرمقاله لیکونکي په باور دا کسان هم باید د کاندیداتوری له لېسته وېستل شي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې هم د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي له قوله لیکلي دي چې د ټولو دوسیو څېړنه بشپړه شوې، خو د تصمیم نیونې لړی لا روانه ده.

د مطلب په دوام راغلي، هغه کاندیدان چې اخطاريي ورکړل شوي که په راتلونکې کې د قانون خلاف عمل وکړي د کاندیداتو له وروستي لېست څخه به ووېستل شي.

چمتو کوونکی: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG