د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د پاکستان پوځي چارواکو له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ډاډ ښودلی


د پاکستان پوڅ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د دې هېواد د پوڅ د لوړ رتبه جنرالانو «کور کمانډرانو» په غونډه کې د سیمې امن او ثبات لپاره له افغانستان سره په نظامي کچه د اړیکو پر پرمختیا ډاډ څرګند کړی دی.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه «ISPR» په یوه خپور کړي بیان کې ویلي چې دا غونډه د چهارشنبې په ورځ د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د جنرال باجوه په مشرۍ وشوه.

د پاکستاني پوځ د جګپوړو جنرالانو په‎دغه غونډه کې د سیمې په امنیتي او د پاکستان په داخلي وضعیت خبرې شوي او زیاتوي:

"په غونډه کې د سولې او ثبات لپاره له افغانستان سره په پوځي سطح د اړیکو د پراختیا او په ځانګړي توګه د سولې لپاره د پاکستان او افغانستان د ګډ کاري پلان هرکلی شوی دی."

د پاکستان مخکني صدراعظم شاهد خاقان عباسي د روان کال په اپریل میاشت کې کابل ته د خپل سفر پرمهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او ثبات لپاره د کاري پلان په اړه خبرې کړې وې چې بیا وروسته په مې میات کې په اسلام‎اباد کې د دغه پلان په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو غونډه وشوه.

د پاکستان مخکنی صدراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان مخکنی صدراعظم شاهد خاقان عباسي

د دغه پلان وروستۍ غونډه د تېرې میاشتې په ۲۲مه نېټه په کابل کې وشوه چې د پاکستان د سیاسي او پوځي چارواکو یو پلاوي په‎کې د دې هېوا د بهرنیو چارو د وزارت د سکرترې تهمینه جنجوعه په مشرۍ ګډون کړی و.

د پاکستان پوځي چارواکو په‎داسې وخت کې د افغانستان په اړه غونډه کړې چې د دې هېواد په اوسنیو ټولټاکنو کې د ډېرې څوکیو ګټونکي ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان تر بریا وروسته په یوه ټلوېزیوني وینا کې له افغانستان سره د ښو اړیکو لرلو هیله څرګنده کړې.

نوموړي همداشان ویلي وو:

"حکومت به مې هیله ولري چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې په څېر پرانېستې پولې ولري."

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم څو ورځې مخکې له عمران خان ته په ټولټاکنو کې د بریا مبارکي او همداشان یې هغه ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG