د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د څار بنسټونه: د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه د بیړې پرېکړې اندېښمن کړي یو


د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه په بیړه پرېکړه شوې او دوی یې اندېښمن کړي.

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، حکومت د نړیوالو او همدا شان د ځینو سیاسي جریانونو، ګوندونو او کړیو له فشاره د خلاصون په هدف د ولسمشریزو انتخاباتو نېټه په ډېره بیړه اعلان کړه.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۰» ازادي راډيو ته وویل، دوی فکر کوي چې شاید د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات به په خپل وخت ترسره نه‎شي.

د فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائيوي رئیس یوسف رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"د جمهوري ریاست انتخابات د افغانستان لپاره ډېر مهم، حساس او په عین حال کې د پوښتنې وړ دي، د نظام په داخل او له نظام دباندې افغان سیاستوال د حکومت په نیت بې‌باوره دي، نړیواله ټولنه خپلې پوښتنې لري، فکر کومه ساده خبره نه‎ده، یا دا چې انتخابات به ځنډول کېږي او که په خپل وخت ترسره کېږي، له ډېرو ستونزو سره به مخ ته ځي چې له انتخاباتو وروسته‌یې له ناوړه عواقبو اندېښمن یو."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست انتخابات به د همدې کال د حمل په ۳۱مه نېټه ترسره کېږي.

د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي وايي، تخنیکي او مالي امکاناتو ته په کتو کمېسیون پرېکړه کړې چې د ولایتي شوراګانو انتخابات هم د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت ترسره کړي.

خو یوسف رشید وايي، د ولسي جرګې انتخاباتو وروستي وضعیت ته په کتو شاید ډېر اسانه نه‎وي چې بایلونکي کاندیدان دې د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې ومني او دغه وضعیت به د جمهوري ریاست په انتخاباتو ناوړه اغېز وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست انتخاباتو ته‌یې بشپړ چمتووالی نیولی او له اعلان کړي مهالوېش سره سم په شفاف ډول ترسره کېږي.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په‎دې اړه موږ دومره تشویش نه‎لرو، چمتو.الی ورته شته، ولې غټې ننګونې چې زموږ په مخ کې دي دا دي چې مالي مسایل تر اوسه معلوم نه‎دي، بودجه‌یې ځانګړې شوې نه‎ده، امنیتي ستونزې دي، هیله‌مند یو حکومت دغه دوه مسایلو ته رسېدنه وکړي، د کمېسیون له لوري به چمتووالي ښه وي او انتخابات به په خپل وخت ترسره کېږي."

که څه هم له هڅو سره سره د بودجې په اړه د جمهوري ریاست د نظر په اخیستو بریالي نه‌شوو، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو لا له وړاندې د انتخاباتو د امنیت ډاډ ورکړی و.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، له تخنیکي اړخه د هرو انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته ورپسې انتخابات باید دومره وخت ولري چې د نویو ښو او شفافو انتخاباتو لپاره اصلاحات رامنځته او بشپړ چمتووالی ورته ونیول شي، څو د تېرو انتخاباتو تېروتنې په نویو انتخاباتو کې تکرار نه‎شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG