د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

عمران خان: د نوي ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره مو کافي ملاتړ ترلاسه کړی


وروسته له هغې چې د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د وروستیو پارلماني انتخاباتو رسمي نتیجه اعلان کړه، د دغو انتخاباتو ګټونکي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ویلي چې د نوي ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره یې کافي ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ادعا کوي چې د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره د پارلمان د کافي غړو ملاتړ لري.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند د تېرې چهارشنبې په انتخاباتو کې تر ټولو ګوندونو د مرکزي پارلمان زیاتې څوکۍ وګټلې، خو اکثریت یې ترلاسه نه کړای شو چې د نورو له ملاتړه پرته حکومت جوړ کړي.

عمران خان
عمران خان

د تحریک انصاف ګوند ویندوی فواد چودري پرون شنبه اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل:

"خلکو په خپلو رأیو قدرت ته ورسولو، که خدای کول، موږ به حکومت جوړ کړو."

چودري حاضر نه شو چې ووايي چې څومره پارلماني غړو ورسره د همکارۍ ژمنه کړې، خو ویې ویل چې په دې اړه جزیات به هغه وخت وړاندې شي چې راتلونکې اوونۍ ملي جرګه غونډه وکړي او نوي استازي لوړه پر ځای کړي.

د راپورونو له مخې، د عمران خان ګوند د نوي حکومت د جوړولو لپاره له یوشمېر کوچنیو ګوندونو او هغو خپلواکو کاندیدانو سره چې مرکزي پارلمان ته یې لاره موندلې، خبرې پیل کړې دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د شنبې په ورځ د انتخاباتو نهایي نتیجې اعلان کړې چې پراساس یې د عمران خان تحریک انصاف ګوند د مرکزي پارلمان له ۲۶۹ څوکیو څخه ۱۱۵ ګټلې دي.

ورپسې د نواز مسلم لیګ ګوند ۶۴ څوکۍ خپلې کړې دي.

د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري پیپلز ګوند د ملي جرګې ۴۳ څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان په انتخاباتو کې د تاوتریخوالي ترڅنګ، د رأیې شمېرلو بهیر هم ځنډنی شوی و او هم د عمران خان د سیالانو له لوري د نوموړي په ګټه د درغلیو تورونه لګول شوي.

دوی د انتخاباتو د بیا ترسره کېدو ترڅنګ، د اعتراضونو د پیلېدو خبرداری هم ورکړی دی.

خو د پاکستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکو په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعاوې رد کړي او انتخابات یې شفاف بللي دي.

پر عمران خان دا تور هم پورې شوی چې د پاکستان پوځ یې چې له پخواني صدراعظم نوازشریف سره په لانجه کې ښکېل شوی و، ملاتړ کړی دی.

پر دغو انتخاباتو د اروپایي اتحادیې د څارونکي ډلې مشر مایکل ګهلر ویلي چې په ټوله کې د انتخاباتو نتیجه د باور وړ ده، خو دوی یې پر کمپاین انتقاد کوي، ځکه په هغه کې یو شمېرکاندیدان ویرول شوي چې دا د پخواني واکمن ګوند د کمزوري کولو لپاره یوه هڅه وه او هم د دغه کمپاین په اړه رسنیو په خپله ځان سانسور کړی و.

عمران خان چې له ګاونډیو هېوادونو، هند او افغانستان سره یې د اړیکو د ښه کېدو ویلي، یو شمېر کتونکي په دې شک کوي چې هغه به وکولای شي چې د پاکستان په بهرني سیاست کې چې ویل کېږي، د پاکستان ځواکمن پوځ یې ټاکي، بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG