د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، که څوک د نوملیکنې پر پروسې د درغلۍ ادعا کوي؛ باید اسناد وړاندې کړي.
د نوملیکنې پر پروسې د حزباسلامي د مشر له تُندو نیوکو وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پهدې برخه کې د اسنادو غوښتنه کوي.
د دغه کمېسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظالله هاشمي وايي، هېڅوک دا حق نهلري چې له کره اسنادو پرته د انتخاباتو د ملي پروسې په اړه ناسمې څرګندونې وکړي.
ښاغلی هاشمي زیاتوي:
"زموږ هېڅ سټېکر په بازار کې نهدی پلورل شوی او که څوک دا ټول ادعا لري، مهرباني دې وکړي اسناد دې وړاندې کړي او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د همدې مسایلو د څېړولو لپاره دی؛ که څوک اسناد لري هلته دې مراجعه وکړي، خو زه بیا وایم چې وړاندې شوي ارقام دقیق دي."
د ښاغلي هاشمي په خبره دوی د نوملېکنې په پروسه کې د هر کس چې نوملېکنه یې کړې، د کرهتوب په اړه ځواب ویونکي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې تېره ورځ د حزباسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ادعا وکړه چې د انتخاباتو لپاره ۹ میلیونه نه، بلکې ۳،۶ میلیونه کسانو نوملېکنه کړې ده.
خو انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نېږدې نهه میلیونه کسانو د نوملېکنې راپور ورکړی دی.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د تازه څرګندونو په اړه د حزب اسلامي نظر هم واخلي، خو بریالی نه شو.
بل خوا تېره ورځ ښاغلي حکمتیار د جعلي تذکرو او د هغه سټېکرونو چې په خبره یې په بازار کې په اسانۍ پیدا کېږي نمونې رسنیو ته وښودې.
نوموړي وویل چې دغه نمونې د زرګونو هغه یوه برخه ده.
په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا وايي چې که څه هم دوی د نوملېکنې پروسې پر شفافیت شک لري، خو له اسنادو پرته د دغه پروسې په اړه غیرې مسؤلانه څرګندونې باید ونهشي.
د افغانستان د انتخاباتو او شفافیت مؤسسې د پروګرامونو د برخې مشر حبیبالله شینواری وايي:
"اوسنی امنیتي وضعیت، د خلکو کمه لېوالتیا او نورو ستونزو ته په کتو دا د پوښتنې وړ مسئله ده چې څنګه دوو میاشتو کې نېږدې ۹ میلیونه کسانو نوملیکنه کړې، خو د حزباسلامي ګوند په ګډون هر سیاسي جریان چې پهدې اړه څرګندونې کوي باید د اسنادو له مخې وي."
د ښاغلي شینواري په خبره افغانان انتخابات غواړي خو داسې انتخابات نه چې هغه د ستونزو د حل پرځای د ټولنې د بېلابېلو سیاسي اقشارو ترمنځ اختلافاتو ته لار هواره کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس