د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

ګلبدین حکمتیار: که مجبور شوو انتخاباتي مرکزونه به وتړو


د سیاسي ګوندونو او حکومت ترمنځ د انتخاباتو پر مسئلې د جنجال په دوام د حزب اسلامي مشر وايي چې سیاسي ګوندونه به د انتخاباتو په تړاوو له خپلو غوښتونو په شا نه شي.

ګلبدین حکمتیار چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې یوازې ۳،۶ میلیونه کسانو د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه کړې، په داسې حال کې چې د انتخاباتو کمېسیون دغه شمېره ۹ میلیونه ښي.

د ښاغلي حکمتیار په خبره دوی له حکومت سره تقابل نه غواړي خو که مجبوره شي لارو کوڅو ته به راووځي او ان انتخاباتي کمېسیونونه به وتړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تاوتریخوالی، تصادم او تقابل نه غواړو خو موږ دې څوک نه مجبوروي، که څوک هڅه وکړي چې سیاسي احزاب حذف کړي طبعي ده چې موږ به غبرګون ولرو، که څوک وغواړي چې له درغلیو ډک انتخابات ترسره کړي سیاسي ګوندونه او خلک به غبرګون وښيي، سړکونو ته راوتل یو بدیل او د انتخاباتي کمېسیونو تړل یې بل بدیل دی."

د حزب اسلامي مشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تازه ولسمشر محمد اشرف غني د سیاسي ګوندونو په ادرس تُندي نیوکې کړي دي.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ یوې خبرې ناستې ته وویل چې موجوده سیاسي ګوندونه د ملت استازیتوب نه شي کولای.

​خو ښاغلی حکمتیار وايي، دا به لویه بې انصافي وي چې څوک دې د سیاسي ګوندونو له اغېز او نفوذ نه سترګې پټې کړي.

د تېرې شنبې په ورځ په افغانستان کې څو مطرح سیاسي ګوندونو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د پروسې د باطلېدو ترڅنګ د انتخاباتي نظام د بدلون غوښتنه مطرح کړه.

د دغه سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو دغه شان خبرداری ورکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي، له ټولو امکاناتو په استفادې به په روان ډول د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ونیسي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وايي، دوی د قانون مطابق خپلې چارې مخ ته وړي او د چا د فرمایش پروا نه کوي.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل:

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

"کمېسیون به هیڅکله د قانون نه وراخوا یو قدم هم وانخلي، موږ ته په قانون کې هرڅه واضح شوي دي، نه د چا په فرمایش کار کوو او نه هم د چا په مشورې، بلکې ټولې چارې به مو د قانون له مخې مخ ته ځي."

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د قانون له مخې د خپلو چارو د مخ ته پر مخ بیولو خبره کوي خو د حزب اسلامي مشر وايي چې که د انتخاباتو پروسه همداسې روانه وي په پوره ډاډ دا ویلي شي چې پایلې به یې خطرناکې وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG