د هلمند ولایت ګڼ شمېر ځوانان د سولې لهپاره پنځه میلیونه لاسلیکونه راټولوي.
دوی په داسې حال کې د سولې په خاطر د خلکو څخه لاسلیکونه راټولوي چې د هلمند د ځوانانو یوه ډله لا له وړاندې په همدې موخه پلې کابل ته رسېدلې ده او د نړیوالو قدرتونو د سفارتونو مخې تهيې خیمه وهلې ده.
هغه ځوانان چې اوس د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د لاسلیکونو په راټولولو بوخت دي وايي، کهيې امکان و د طالبانو سیمو ته هم ځي او د خلکو نه د سولې لهپاره لاسلیکونه راټولوي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د هلمند د ځوانانو د کار ځای ته ورغلی دی او په اړهيې راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: