د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د هلمند ځوانانو د پرلت په ۵مه ورځ له حکومته د اوربند غوښتنه وکړه


د هلمند ځوانانو د پرلت په ۵مه ورځ له حکومته د اوربند غوښتنه وکړه.

د هلمند ځوانان او ښځې چې د تېرې اوونۍ د خونړي ځانمرګي برید په اعتراض کې چې ګڼ شمېر ملکي کسان‌يې ووژل، خیمې درولي، له حکومته د نصرت په نوم د پیل کېدونکو عملیاتو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه.

د چهارشنبې په ورځ هم یادو خیمو ته سلګونه کسان چې ښځې او نارینه دي، راغلل او یو ځل بیا يې له طالبانو وغوښتل چې له حکومت سره بې له کوم قید او شرطه سولې ته کېني.

نن یو شمېر نورې ښځې د خپلو وژل شویو اولادونو له عکسونو سره د پرلت خیمو ته راغلې او له طالبانو سره‌یې پر سوله ټنګار وکړ.

د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي په دې اړه راپور چمتو کړی.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

XS
SM
MD
LG