د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

ولسمشر غني: سوله راتلونکې ده، اتیا سلنه کارونه مخته تللي


د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سوله راتلونکې ده او په دې تړاو په ملي، سیمه ييزه او نړیواله کچه اجماع موجوده ده.

نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ لسمه» ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال د دې ولایت ولسوونو سره په يوې پراخه غونډه کې وکړې.

ښاغلی غني وايي، په کور دننه او بهر يې د سولې په تړاو اجماع جوړه کړې او اوس وخت د اقدام دی.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"سوله راتلونکې ده، ملي، سیمه ييزه او په نړیواله کچه موږ اجماع جوړه کړې اتیا سلنه کارونه مخکې تللي اوس خبره اقدام ته پاتې ده، غوښتنه مې داده چې په وړو مسایلو کې دا ملت مه مصروفوی لویو مسایلو ته راشئ"

په دې غونډه کې ولسونو د ننګرهار د ناامنۍ او د مافيايي کړیو لخوا د پراخ غصب په اړه اندېښنې شریکې کړې.

ښاغلي غني د ولسونو د دې اندېښنو د لمنځه وړلو په خاطر د ځانګړي کنډک د جوړولو خبره وکړه او له ولسوونو یې وغوښتل چې د دې کنډک لپاره دې خپل ځوانان ورمعرفي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زما وړاندیز دادی چې تاسو ځوانان رامعرفي کړئ چې د دوی نه یو کنډک تشکيل کړو او د غصب مخه ونيسي هغه ځوانان چې په اردو کې وظیفه يې کړي وي او اوس په کور کې ناست دي هغوی ته به د خدمت کولو چانس هم په لاس ورشي."

دارنګه ولسمشر په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې په ننګرهار کې د فساد د مخنیوي په خاطر يې په دې ولایت کې په پراخه کچه تغيیرات راوستي او که چېرې په خپلو دندو کې بريالي نشوه په اړه به يې جدي تصمیم نيسي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG