د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

د سولې شورا: د افغان سولې په اړه راتلونکې اوونۍ په پاکستان کې خبرې پیلېږي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې هېواد کې د سولې په خاطر راتلونکې اوونۍ په پاکستان کې خبرې پیلېږي.

د دغې شورا مرستیال عطا الله سلیم د شنبې په ورځ په مزارشریف کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د افغان حکومت د سولې خبرې به په راتلونکې اوونۍ کې په پاکستان کې پيل شي.

ښاغلی سلیم وايي چې د سولي عالي شورا له طالبانو سره اړیکې لري، خو دا اړیکه یوازې د لیکونو او پیغامونو د تبادلې تر حده ده او هېڅ ډول عملي پرمختګ پکې نه دی رامنځته شوی.

دی وايي چې طالبان خپلواک نه دي چې د افغان حکومت له لوري سره د سولې په باب خبرې وکړي او په همدې علت پخوا درې او یا څلور اړخیزې خبرې اترې د چین، پاکستان، افغانستان او امریکا ترمنځ ترسره شوي دي.

عطا الله سلیم په راتلونکې اوونۍ کې په پاکستان کې د افغانستان په باب د سولې پیلېدونکو خبرو ته خوښ بريښي او انتظار لري چې دا خبرې مثبتې پایلې ولري.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال وویل چې طالبان د چین، ایران او روسیې هېوادونو سره مستقیمې اړیکې لري او اوس مهال دا هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله تامین شي.

هغه وویل:

"اوس مهال په دې شرایطو کې دوی په افغانستان کې د سولې له ټینګښته ملاتړ کوي، روسیه، چین او ایران له طالبانو سره د سولې له مذاکراتو حمایت کوي."

د افغانستان د سولې عالي شورا د شنبې په ورځ په مزارشریف کې د مدني ټولنې له غړو، دیني عالمانو او عام ولس سره یوه مشورتي غونډه جوړه کړه.

د سولې په دې مشورتي غونډه کې ګډونوالو د سولې په مذاکراتو کې ښځو ته د اجرائيوي نقش د درلودلو غوښتنه وکړه.

ریحانه عزیزي د یادې غونډې یوه ګډونواله یې په اړه وايي:

"په هېواد کې د سولې په برخه کې باید د ښځو نقش عملي او اجرائيوي وي، له مخالفینو سره د سولې په باب دې ښځو ته اجرائيوي نقش ورکړل شي او په نورو مذاکراتو کې هم دوی باید نقش ولري."

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که طالبان خپلواک پرېښودل شي، له افغان حکومت سره به سوله وکړي په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني د هېواد ټولو والیانو ته امر کړی چې د امنیت او سولې مسایلو ته د خپل کار په اولویتونو کې ځای ورکړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG