د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

والیان: د سولې خبرو د صلاحیتونو تفویض به له سولې سره مرسته وکړي


یوشمېر والیان وايي، د حکومت له لوري له طالبانو سره په سیمه ییزه کچه د سولې د خبرو د صلاحیتونو تفویض به له سولې او ثبات سره ګټوره مرسته وکړي.

وروسته له هغې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني والیانو ته هدایت ورکړ چې په خپلو کارونو کې د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي، یو شمېر والیان هیله من دي چې دا کار به په ولایتونو کې د جګړې شدت راکم کړي.

د دغو والیانو له ډلې د لغمان والي محمد اصف ننګ د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چناګاښ۹» ازادي راډيو ته وویل چې په سمه ییزه کچه د سولې د خبرو او تماسونو د صلاحیتونو تفویض د سولې د خبرو له پیل سره د پام وړ مرسته کولای شي.

محمد اصف ننګ
محمد اصف ننګ

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې ولسمشر د سولې په اړه په سیمه ییزه کچه والیانو ته صلاحیتونه تفویض کړي، دا پر سوله اثر کولای شي، دا د اوربند او د سولې لپاره یو ښه ابتکار او نوښت دی، سیمه ییزه اداره او قومي مشران به په دې برخه کې ګټورې او مثبتې هڅې وکړي."

ښاغلی ننګ تېر ته په اشاره وايي، جګړې په ولایتونو کې کېدلې طالبان او د هغوی مشران هم په ولایتونو کې موجود و، خو والیانو دا صلاحیت نه درلود چې له دوی سره تماس ونیسي.

د نوموړي په خبره، دغې چارې د سولې په خبرو او له طالبانو سره پر تماسونو ناوړه سیوری غوړولی و.

افغان ولسمشسر محمد اشرف غني والیانو ته لارښوونه کړې چې د امنیت او سولې بحث دې په خپلو لومړیتوبونو کې راولي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت له لوري له وسله والو طالبانو سره د یو اړخیز اوربند موده نن پای ته ورسېده.

بل خوا د اختر په درې ورځو کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ په دوه اړخیز اوربند کې یوشمېر وسله وال طالبان ښارونو ته راغلل او له افغان سرتېرو سره غاړي وتل چې دا کار د ولس له پراخ هرکلي سره مخ شو.

اوربند، اختر له طالبانو سره د محمد اشرف غني د زېږېدو ځای ته څېرمه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:20 0:00

د نیمروز والي محمد سمیع ازادي راډيو ته وویل چې له دوه اړخیز اوربند وروسته په سیمه ییزه کچه له طالبانو سره د اوربند او سولې په اړه تماسونه روان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د حکومت له لوري د سولې ټاکلي شوي کسان له طالبانو سره په تماس کې دي، طالبان ورته ویلي چې موږ نوره جګړه نه غواړو او ستړي شوي یو، موږ هڅه کوو چې په یو لوی پروګرام کې دوی اوربند او سولې ته راجذب کړو، د خلکو په همکارۍ موږ ته مراجعه شوې او له طالبانو سره د اوربند او سولې په اړه خبرې روانې دي."

په ورته وخت کې د زابل سرپرست والي رحمت الله یارمل هم وايي چې په دغه ولایت کې له طالبانو سره د قومي مشرانو او دیني علمانو په وساطت تماسونه روان دي.

ښاغلي یارمل ازادي راډیو ته وویل چې د سولې او اوربند په اړه د وسله والو طالبانو وړاندیزونه یې په کابل کې له لوړ پوړو چارواکو سره مطرح کړي او په دې اړه د دوی سپارښتنو ته منتظر دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو.

د زابل سرپرست والي وايي، دوی هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې په اړه په تماسونو کې په هغه ځایونو کې انکشافي پروژې پلې کړي چې خلکو یې د بېکارۍ له امله جګړو ته مخه کړې ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG