د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان: تر اوربند وروسته په کندهار کې د جګړې ډګر سوړ شوی


د کابل ورځپاڼو د خپلو نننیو ګڼو اکثره لیکنې بیا هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند مسلې ته ځآنګړي کړي دي او په دې اړه یې بېلابېل نظرونه خپاره کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې په کندهار کې له اوربند وروسته جګړه سړه شوې ده.

ورځپاڼې وړاندې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود په حواله لیکلي دي، یو شمېر طالبان چې د کوچني اختر په ورځو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شوي بیرته د جګړې دګر ته نه دي تللي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې جنرال امام نظر بهبود په کندهار کې له یو شمېر دیني عالمانو سره په خبرو کې چې له کابله ورغلي وو په کتنه کې ویلي دي چې د اوربند له اعلان وروسته په کندهار کې د جګړې ډګر سوړ شوی دی.

خو د ورځپاڼې د جنرال امام نظر بهبود دا وینا هم راخیستی ده چې امنیتي ځواکونه د طالبانو له لوري د هر ډول حملی ځواب ته تیار دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د اوربند په ورځو کې د روانې کرغېړنې جګړې ماهیت د جګړی دواړو افغان لوریو ته روښان شو او دا ثابته شوه چې نه طالب او نه هم افغان عسکر د جګړې پلوي کوي، بلکې ځیني خاصی کړۍ موجودي دي چې په جګړه کې خپلې ګټې لټوي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې دا اوربند به هله د افغانانو له تمې سره سم وای چې د جګړې له ډګره د یو شمېر کسانو د راګرځېدو او د سولې خبرو ته د طالبانو د راماتېدو سبب شوی وای.

ورځپاڼه لیکي چې له دې وړاندې افغانانو فکر کاوه چې تر اوربند وروسته ممکن طالبان د سولې خبرو ته یو ګام را وړاندې شي، خو د دې ډلې وروستیو خبرپاڼو یو ځل بیا افغان ولس د هېواد د راتلونکي په تړاو نا هیلي کړی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د سولې په تړاو څو بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.

ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غني په حواله په يو مطلب کې لیکلي دي چې ټول ملت په لوړ غږ سوله غواړي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني د سولې د عالي شورا او د علماو د عالي شورا مشرانو او غړو یوې ګډې غونډې ته په وینا کې دا واضح کړه چې سوله منل د الهي احکامو پیروي، د ولس غوښتنو ته درناوی او ملي ګټو ته ترجیح ورکول دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د تماس د نړیوالې ډلې دا ټینګار راخستی دی چې طالبان دي له ځنډ پرته له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا د مدني ټولنو د ځینو غړو په حواله لیکلي دي، چې آرګ او اجرائیه ریاست د افغان سولې په اړه یوه خوله نه دي.

ورځپاڼې وړاندې د دریم بهیر د مدني ټولنې د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د سولې د ټینګښت په اړه د حکومت د مشرانو په کچه بېلابېل نظرونه شته او یوه خله نه دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي څرګندونې هم راخیستي دي چې ویلي دي، د سولې او اوربند په اړه په اففانستان کې کورنۍ اجماع ضروري وه.

ورځپاڼې وړاندې د محمود صیقل د څرګندونو په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو نظرونه راخیستي دي او لیکلي دي چې د نوموړي څرګندونې دا ښیي چې د حکومت مشران لا هم د هېواد د مهمو مسایلو په اړه یوه خله نه دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه په دی پیل کړې چې په سوله کې د ټولو افغانانو عزت او حوثیت خوندي دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته ځینې مغرضې کړۍ، هڅه کوي، هغه باور چې د ځینو خیر غوښتونکو لخوا په نظام کې دننه او بهر رامنځته شوی دی پر امنیتي ځواکونو د حملو په ترسره کولو سبوتاژ کړي، خو حقیقت دادی چې ټول افغانان له جګړی ستړي او په یو غږ سوله غواړي.

ورځپاڼې وړاندې خلکو ته سپارښتنه کړی چې په یو موټي ډول دې د سولې او پخلاینې د هڅو ننګه وکړي.

XS
SM
MD
LG