د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

دفاع وزارت: په اوربند کې ښارونو ته راغلي او پاتې شوي طالبان امنیت نشي ګواښلی


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، هغه سلګونه وسله وال طالبان چې د کوچني اختر په درې ورځني، دوه اړخیز اوربند کې کابل ته ننوتي او هلته پاتې شوي، امنیت ته ګواښ نه شي پېښولای.

د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د حکومت او وسله والو طالبانو له لوري د اوربند ټينګېدو، افغانانو ته چې اولس کلنې جګړې ستړي کړي، د خوشحالۍ بې سارې موقع ورکړه.

ګڼ شمېر وسله وال طالبان د اوربند په ورځو کې کابل او نورو لویو ښارونو ته ولاړل او له افغان امنیتي ځواکونو سره یې اختر ولمانځه، ګلان يې سره ورکړل او حتی سلفي عکسونه یې واخیستل.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند، محمد رادمنش څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې امنیتي ځواکونو د دوه زره او څلور سوه وسله والو طالبانو چې د اختر په ورځو کې کابل ته تللي وو، نومونه ثبت کړل.

رادمنش وویل چې زیات شمېر هغه طالبان چې د اختر په ورځو کې له خپلو کورنیو سره یوځای شول، بېرته د جګړې ډګر ته نه دي تللي.

خو ایا حکومت باور لري چې په ښارونو کې پاتې شوي طالبان امنیت ته ګواښ نه شي پېښولائ؟

د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش پرون شنبه د جون په ۳۰ مه د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه له پلازمېنې دفاع ته بشپړ چمتووالی لري.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

محمد رادمنش وویل:

"دا کسان یا طالبان موږ ته سردرد نه شي جوړولای، که يې جوړ هم کړي، د افغانستان دفاعي ځواکونه به په ټول قدرت د هغوی پرضد عمل وکړي، موږ له دښمنه وېره نه لرو."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د حکومت له لوري د اتلس ورځني اوربند پای اعلان کړ.

هغه ټولو امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړه چې پوځي عملیات وکړي.

ښاغلي غني وویل چې حکومت د سولې لپاره د خلکو غږ ته مثبت ځواب ورکړ.

د غني په وینا، د خلکو او دیني عالمانو لاس نور د وسله والو طالبانو په ګریوان کې دی.

د هلمند د سولې کاروان ویاند بسم الله وطندوست پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید دا سپینه کړي چې د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې د طالبانو د پاتې کېدو اصلي هدف څه دی؟

د هلمند د سولې کاروان
د هلمند د سولې کاروان

بسم الله وطندوست زیاته کړه:

"لومړی دا چې رسنۍ باید له حکومته پوښتنه وکړي چې دا طالبان چې پاتې شوي، ایا د دې لپاره پاتې شوي چې تشدد ته دوام ورکړي، یا دا چې د اوربند په مرسته سوله ييز ژوند پېل کړي او نور جنګ نه غواړي؟"

ښاغلي وطندوست وویل، که چېرې د ملي دفاع وزارت له وینا سره سم، د طالبانو وسله وال له خپلو کورنیو سره پاتې شوي، دا معنی لري چې له جګړې ستړي شوي دي.

پر دې مسئله د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون مرستیال، علي اکبر قاسمي له احتیاطه ډک نظر څرګند کړ.

هغه پرون ازادي راډیو ته وویل:

"که هغوی د خپلو خلکو او کورنیو غېږ ته راغلي وي، واقعاً جګړه ناروا ګڼي او ستړي شوي، ښه کار دی، خو دا هم له امکانه لېرې نه ده چې یو شمېر کسان ښايي د دې لپاره راغلي وي چې په لویو ښارونو کې تخریبي کارونه وکړي او یو شمېر کسان یې اندېښمن کړي چې د هغوی اندېښنه پرځای ده."

وسله والو طالبانو د مې میاشتې په وروستیو کې یو بیان خپور کړ چې په هغه کې یې د سترو حملو د ترسره کولو خبرداری ورکړی و.

طالبانو د کابل ښاریانو ته خبرداری ورکړی و چې له پوځي او استخباراتي مرکزونو او ادارو دې لېرې ګرځي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت هغه مهال د وسله والوطالبانو دا بیان واهي تبلیغات بللی و او ویلي یې وو چې دفاعي ځواکونه د کابل ښار د امنیت ټینګولو جوګه دي.

وسله والو طالبانو د اوربند د تمدید لپاره د افغانستان د ولسمشر غوښتنه رد کړه.

XS
SM
MD
LG