د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۱

د ایران سرحدي قواوو قوماندان پر یولړ مسائلو د بحث لپاره کابل ته راغلی


د ایران د سرحدي قواوو قوماندان جنرال قاسم رضايي د ترورېزم او مخدره موادو سره پر ګډې مبارزې او د افغانستان ایران ترمنځ د ګډو پولو د کنټرول په تړاوو د شوې هوکړې په اړه د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ ۵مه» ازادي راډیو ته وویل چې د ایران د سرحدي قواوو قوماندان تېره ورځ ناوخته کابل ته رارسېدلی او ټاکل شوې چې نن او سبا د افغانستان د دفاع وزارت له يو شمېر مسؤلینو سره وګوري.

نوموړي زیاته کړه چې جنرال قاسم رضايي به افغان لوري سره د ترورېزم او مخدره موادو په وړاندې پر ګډې مبارزې هم بحث وکړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"د ایران د سرحدي قواوو قوماندان د دې لپاره افغانستان ته راغلی څو د ترورېزم او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې او د دواړو هېوادونو په ګډو پولو کې د خوندي وضعیت د رامنځته کېدو په اړه بحث او خبرې وکړي."

ښاغلی رادمنش د ترورېزم او مخدره موادو په وړاندې د ګډې مبارزې او د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډو پولو د کنټرول په برخه کې دغه سفر مهم بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵ مېلادي کال د فبرروۍ په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرو د ځپلو، د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې، د سرحدي تېریو د مخنیوي او په ګډو پولو کې د امنیت د ټینګښت په هدف د دواړو هېوادونو د سرحدي قوماندانانو ترمنځ يو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شوی و.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال دواړو لوریو ژمنه کړې وه چې په سرحدي سیمو کې به د امنیت د ښه ټینګښت په هدف ګډې ناستې کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې به له ډيپلوماټیکو لارو هواروي.

دغه شان د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د روان لمریز کال په ثور میاشت کې ایران ته پخپل دوه ورځني سفر کې له هغه هېواد غوښتي و چې د ترورېزم او مخدره موادو سره د مبارزې په برخو کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان د دفاع وزیر ایران ته په خپل سفر کې پر درې مهمو مسئلو غږېږي

د دغه سفر پر مهال ښاغلي بهرامي د ایران د دفاع وزیر امیر خاتمي سره په لیدنه کې د سرحدي سیمو د خوندیتوب موضوع هم مطرح کړې وه.

ایران د فراه په ګډون د افغانستان له غربي ولایتونو سره ۲۸۹ کېلو متره اوږده سرحدي پوله لري چې د فراه د سیمه ییزو چارواکو په وینا دوی پر ټوله سرحدي پوله کنټرول نه‌ لري.

د فراه سیمه ییزو چارواکو په څو ځلي دا ادعا کړې چې ایران دغه ولایت په نا امنیو کې لاس لري.

د فراه امنیه قوماندان: ایران په فراه کې طالبان تمویل او تجهیزوي

د فراه پخواني والي محمد عارف شاه جهان له دې وړاندې ویلي وو چې د دې ولایت طالبان مالي او پوځي امکانات په واک کې لري او مشرانو ته ‌يې په ایرن کې کورونه هم ورکړل شوي دي.

خو له دې ټولو سره سره د پوځي چارو کارپوه يوسف امین ځاځی وايي، که دواړه لورې پخپلو کړیو ژمنو عمل وکړي او هڅې یې صادقانه وي نو دا شان سفرونه به ښې پایلې ولري:

"فقد په دې برخه کې صداقت او ژمنتیا په کار ده او هغه څه چې ویل کېږي په هغه عمل په کار دی، که داسې وشي،دا واقعاً د دواړو ملتونو او هېوادونو په ګټه ده."

د ایران سرحدي پولیس
د ایران سرحدي پولیس

بلخوا د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسون غړی خالد پښتون وايي، د ترورېزم او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې او د افغانستان ایران ترمنځ د سرحدي سیمو د وضعیت د ښه والي لپاره، په لوړه کچه خبرو ته اړتیا ده او دا د يوه قوماندان له صلاحیته پورته خبره ده.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG