د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

افغانستان کې د سپاه پاسداران د عملیاتو ادعا او د افغان حکومت ځواب!


افغان چارواکي وايي، د هېڅ یوه هېواد پوځیانو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته راننوځي او عملیات ترسره کړي.

د افغانستان دفاع وزارت د هغو رپوټونو په اړه بې خبري ښيي چې ګواکې سپاه پاسداران ډلې د یوه تښتول شوي ایراني وګړي د خوشې کولو لپاره په افغانستان کې عملیات کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، افغان پوځ هېچا ته په خپله خاوره کې د عملیاتو او راتلو اجازه نه ورکوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي:

"هېڅوک حق نه‎لري له دې پرته چې د افغانستان حکومت یا دفاع وزارت خبر وي، زموږ په خاوره کې عملیات وکړي او یا بهرنیان دلته راشي. هرڅوک چې راځي هغه نړیوال قوانین نقض کوي او هغوی ته اجازه هم نشته. د افغانستان پوځ او حکومت هغوی ته اجازه هم نه‎ورکوي."

د ایران تسنیم خبري اژانس پرون یکشنبه «۱۳۹۶کال مرغومې۱۰» د سپاه پاسداران د قدس ډلې د قوماندان جنرال محمد ماراني په حواله ویلي چې ایراني سرتېرو یو ایرانی وګړی په افغانستان کې د عملیاتو په نتیجه کې د انسان تښتونکو له منګولو راخوشې کړ.

تسنیم د ایران سپاه پاسداران ته نېږدې خبري اژانس بلل کېږي.

د تسنیم د خبر له مخې راخوشې شوی حسین حاج ملک نومېده چې د سپاه پاسداران له یوه قراردادي شرکت سره یې د انجینیر په توګه کار کاوه او د ډیسمبر په ۱۴مه د هامون او زابل ولایتونو په لار تښتول شوی و.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې قوماندان محمدماراني ویلي، د دغه ایراني انجینیر موټر تر پېښې دوه ورځې وروسته په داسې حال کې چې سوځیدلی و، د افغانستان د نیمروز ولایت په یوه کلي کې موندل شوی و.

محمد ماراني
محمد ماراني

د نیمروز ولایت چارواکي بیا اصلاً دا خبرې ردوي.

د نیمروز یوه چارواکي د نوم د نه اخېستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د نیمروز په هېڅ یوه سیمه کې د کوم ایراني وګړي د یرغمل کېدو یا هم د موټر د سوځېدو پېښه نه‎ده شوې.

اخوا سیاسي کارپوه او د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، ګاونډیو هېوادونو له پخوا راهیسې د افغانستان په خاوره کې لاسوهنې کړي او د ده په خبره ممکن سپاه پاسداران هم په افغانستان کې عملیات کړي وي.

استاد فیض محمد ځلاند
استاد فیض محمد ځلاند

سیاسي کارپوه او د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:

"زموږ د ګاونډيو هېوادونو دا لومړنۍ مداخله نه‎ده. ایران سره موږ اوږده پوله لرو. افغان حکومت چې په دې وروستیو کې د څوکیو په ویش د بدې حکومتوالی په دام کې ښکېل شوی دی، نه‎شي کولای د افغانستان له سرحدونو ساتنه وکړي، نو د همدې ستونزې په اساس د ایران دا ډول عملیات په افغانستان کې بالکل ممکن دي."

تردې مخکې له ایران سره په پوله د پراته فراه ولایت والي محمدعارف شاه جهان ویلي و، د ایران سپاه پاسداران ډلې ځینې غړي پشت رود او ګلستان ولسوالیو ته ورغلي وو، څو طالبانو سره وګوري او هغوی ته سلا مشوره ورکړي.

خو افغان چارواکي وايي، د هېواد په ټولو سرحدونو کې پوله ساتي ځواکونه فعاله دي او د ناقانونه تګ راتګ مخه نیسي.

افغان ولسمشر سږ کال امر وکړ چې سرحدي پولیس له کورنیو چارو وزارت جلا او په دفاع وزارت پورې مربوط شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG