د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

حفیظ احمد میاخېل: ایران تېره اوونۍ ۴۵۱۲ افغان کډوال په زوره ایستلي


په دې وروستیو څو ورځو کې یو ځل بیا له ایران نه په اجباري ډول د افغان کډوالو ایستل پیل شوي دي چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په وینا یوازې تېره اوونۍ ۴۵۱۲ افغانان له ایران نه ایستل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي، په دغو کډوالو کې تر ډېره هغه ځوانان شامل دي چې د کار په هدف په قاچاقي لارو ایران ته تللي وو.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لیندۍ ۱۴» ازادي راډيو ته وویل، دوی په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د ترکیې په څلور اړخیزه غونډه کې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي.

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

نوموړي زیاته کړه:

"هغه شمېرې چې موږ له سرحدي ولایتونو ترلاسه کړې دي، تېره اوونۍ ۴۵۱۲ تنه افغانان په زوره له ایران نه ایستل شوي دي او دا هغه افغانان و چې په ناقانونه توګه یې ایران کې ژوند کاوه، دغه ستونزه مو له ایراني چارواکو سره په ترکیه کې په څلور اړخیزه ناسته کې شریکه کړه او هغوی هم ژمنه وکړه چې دا ستونزه به هواره وي."

څو ورځې وړاندې په ترکیه کې، افغانستان، ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو استازو په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو او ورسره مرستو څلور اړخیزه غونډه کې بحث وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د نومبر میاشتې له ۱۹مې تر ۲۵مې نېټې پورې له ایران نه نږدې ۱۴ زره افغان کډوال له ایران څخه په زوره ایستل شوي چې تر ډېره په هرات او نیمروز ولایتونو کې مېشت دي.

د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال له پیل نه تر اوسه، دوه لکه ۱۷۷۲۰ تنه افغان کډوال له ایران نه په اجباري ډول ایستل شوي دي.

له ایران نه ایستل شوي افغان کډوال.
له ایران نه ایستل شوي افغان کډوال.

دغه وزارت وايي، دا مهال شااوخوا ۲ میلیونه افغانان په ایران کې اوسېږي چې ځیني یې قانوني اسناد نه‌لري.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنري «یو. اېن. اېچ. سي. ار» له ایرانه د دغو کډوالو له ایستنې او په افغانستان کې د دوی د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

نادر فرهاد
نادر فرهاد

د دغه دفتر ویاند نادر فرهاد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په کلني ډول ۳۰۰ زره کسان له ایران نه ایستل کېږي، د هغه څه په اړه چې زموږ اندېښنه ده، دا ده چې دغه کډوال په ژمي کې له ناوړه شرایطو سره مخ دي، زموږ هیله دا ده چې دې مسئلې ته اساسې حل لارې ولټول شي."

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو هم په خپل یوه نوي راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به درې میلیونه او درې لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په هغه راپور کې چې پرون دوشنبه خپور شوی ویل شوي چې په افغانستان کې د جګړې له امله کورني بې‌ځايه شوي او له ایران او پاکستان نه خپل هېواد ته ستنېدونکي افغانان مرستو ته ډېره اړتیا لري.

خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، دوی د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» او یو شمېر نورې ادارې په ګډه افغان کډوالو ته بشري خدمات وړاندې کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG