د افغانستان د دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي به تهران ته په خپل دوه ورځني سفر کې له ایراني چارواکو پر درې مهمو مسئلو خبرې وکړي.
دا د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل او زیاته یې کړه:
"د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی او همدارنګه د افغانستان او ایران ترمنځ په سرحدي سیمو کې ثبات او امنیت ته پېښ ګواښونه هغه موضوعات دي چې په اړه به یې نظرونه تبادله شي."
جنرال رادمنش وویل چې ښاغلی بهرامي د خپل ایراني سیال جنرال امیر حاتمي په بلنه د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.
دا سفر پهداسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د لاسلیک شوي اټمي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ. دې اقدام په تهران کې د امریکا پر ضد تُند عکسالعملونه راوپارول.
د ایران او امریکا په اړیکو کې زیاتیدونکي ترینګلتیا به د افغانستان پر وضعیت څه اغېز ولري؟
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو حضور ته په پام به د ولسمشر ټرمپ دا اقدام د افغانستان پر وضعیت څه اغېز ولري؟
ښاغلي رادمنش د دې پوښتنې په ځواب کې وویل:
"ایران تل له ترهګرۍ اغېزمن شوی دی، نو له همدې کبله ایران پهدې مسئلو کې له افغانستان سره مشترکه وجه لري او امریکا د سیمې نور هېوادونه هم. نو له همدې مخې ویلی شو چې د ایران او امریکا اړیکو کې خرابوالی له ایران سره زموږ پر اړیکو منفي اغېز نهلري."
خو د کابل د یوه خصوصي پوهنتون استاد علي امیري بیا وايي، له ایران سره د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو له اټمې موافقې نه د امریکا وتل نهشي کیدای چې د افغانستان پر وضعیت اغېز ونهلري.
نوموړي له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، تهران ته پهدې شرایطو کې د افغانستان د دفاع وزیر سفر ښايي په روابطو کې مثبت لید لوری رامنځ ته نهکړی شي.
ښاغلي امیري زیاته کړه:
"پهدې خاطر چې دا یوازې د امنیت، مخدره موادو د قاچاق او ترهګرۍ مسئله نهده. مسئله ستراتیژیک او نړیوال ابعاد پیدا کوي. په هغه صورت کې ښايي ایراني لوری په افغانستان کې د ثبات د رامنځ ته کېدو په اړه کم تمایل ولري او ډېر د ناامنیو رامنځ ته کولو او پر نړیوالو ځواکونو فشار راوړلو ته لېواله وي."
مایکل کوګلمن په واشنګټن کې د ووډرو ویلسن په مرکز کې د جنوبي اسیا د مسئلو څېړونکی دی. نوموړی په یو تحلیلي مطلب کې استدلال کړی چې له ایران سره له اټمي تړونه د امریکا وتل، به د جنوبي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژې اغیز ولري.
کوګلمن وايي، په جنوبي اسیا کې د امریکا د حکومت اهداف له هندوستان سره د اړیکو ښه کول او د طالبانو کمزوري کول دي چې له ایران سره له اټمي تړونه په وتلو د امریکا دا دواړه اهداف تر اغېز لاندې راځي.
اخوا د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل پرون شنبې په کابل کې و.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ نوموړي د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې په سیمه کې د امریکا د ستراتیژۍ پر مؤثریت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د سولې پر هڅو خبرې کړي دي.
پهداسې حال کې چې وسلهوالو طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونو ته زور ورکړی، جنرال جوزف ووټل د جمعې په ورځ د تاجکستان په پایتخت دوشنبې کې وویل، طالبان له پوځي لارو نهشي بریالي کیدای او دا چې امریکا او متحدان به یې پردې ډلې نظامي، ټولنیزو او ډیپلوماټیکو فشارونو ته دوام ورکړي، څو دا ډله د سولې خبرو ته کیني.