د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

ووتل او رحمان د افغانستان د شمالي سیمو پر امنیتي وضعیت غږېدلي


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر، جنرال جوزف ووټل او د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان پرون جمعه د افغانستان او تاجکستان د ګډو سرحدي سیمو د امنیت ټینګولو پر لاروچارو خبرې کړې دي.

د تاجکستان د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد دواړو خواوو ته د امنیت ټینګولو یو اساسي هدف د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی دی.

په خبر پاڼه کې نه دي ویل شوي چې د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد پر دواړو خواوو د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره کومې ځانګړې پرېکړې شوې، خو سایبري جنایتونه، د تروریستي او مافیايي ډلو فعالیت او د مخدره موادو قاچاق هغه معاصر ګواښونه بلل شوي چې افغانستان او تاجکستان ورسره مخامخ دي.

جنرال جوزف ووټل پرون، مخکې تردې چې له ولسمشر، امام علي رحمان سره وګوري، په دوشنبه کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:

جنرال جوزیف ووتل
جنرال جوزیف ووتل

"د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې مرسته ‌‌‌فوق العاده مهمه ده ځکه وسله وال طالبان د جګړې د ماشین په توګه کار ورڅخه اخلي، دا کار یوازې د تاجکستان لپاره نه بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو، ایران، پاکستان او نورو لپاره مهم دی، پردې سرحدونو د مخدره موادو قاچاق کېږي او ګټه یې وسله والو طالبانو ته ورځي."

د تاجکستان د ولسمشر د مطبوعاتو دفتر ویلي چې جنرال ووټل او ولسمشر رحمان په ځانګړي ډول، د افغانستان د شمالي سیمو پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

امام علي رحمان تېره اوونۍ د ترورېزم پرضد د مبارزې په نړیوال کفرانس کې چې په دوشنبه ښار کې جوړ شوی و، د افغانستان په شمالي سیمو کې د تروریستي فعالیتونو د زیاتېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې حکومت يې په دې اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدلائ.

د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې رئيس، سید مومن یتیموف، تېره اوونۍ په کابل کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ملي امنیت ادارې له رئيس، د دفاع وزیر او د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل.

د تاجکستان خبري رسنۍ وايي، یتیموف هم په کابل کې له چارواکو سره د افغانستان په شمالي سیمو کې د امنیتي وضعیت د خرابۍ او د وسله والو ډلو د فعالیت له امله د خپل لوري پر اندېښنو ږغېدلی دی.

د افغانستان او تجکستان ترمنځ پوله.
د افغانستان او تجکستان ترمنځ پوله.

د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې یوه لوړ رتبه چارواکي په وروستیو کې ادعا وکړه چې د افغانستان په شمال کې، سرحدي سیمو ته نېږدې لږترلږه ۷۰۰۰ وسله وال فعالیت کوي چې د مخدره موادو قاچاق وړونکو ته یې هم د کاروبار امکان برابر کړی دی.

خو د تاجکستان د ولسمشر له دفتره په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، ویل شوي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل او ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان په شمالي سیمو کې د وسله والو ډلو دفعالیت د مخنیوي لپاره له کابل سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

افغانستان او تاجکستان ۱۴۰۰کېلومتره ګډ سرحد لري.

XS
SM
MD
LG