د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۱

د ترورېزم پر ضد مبارزې په اړه د واحد نظر پر نشتوالي د تاجکستان د ولسمشر انتقاد!


د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې، پرون جمعه له ترورېزم او افراطيت سره د مبارزې به اړه په نړیوال کنفرانس کې د ټولې سیمې پر حالاتو خبرې وشوې.

د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان په کنفرانس کې ګډونوالو ته وویل چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره په نړیواله کچه واحد، ګډ نظر نشته او دوه ګونی سیاست پرمخ روان دی.

رحمان پردې مسئله نیوکه وکړه او له ترورېزم سره د مبارزې په وړاندې له اساسي خنډونو یې وبلله.

د تاجکستان ولسمشر د ترورېزم او افراطیت پرضد د مبارزې پر لارو چارو د بحث نړیوال کنفرانس ته وویل چې په دې ارتباط، د دوه ګوني سیاست او د نړیوالو ترمنځ د یوه دریځ د نشتوالي له امله اندېښنه لري.

امام علي رحمان وویل چې دا ستونزه د تروریستانو لپاره د موقع د پراختیا او د ترورېزم د ګواښ د زیاتېدو سبب ګرځېدلائ شي.

امام علي رحمان
امام علي رحمان

امام علي رحمان زیاته کړه:

"ما په وار وار تاکيد کړی او نن یو وار بیا دا وایم چې تروریستان او افراطي ډلې وطن، دین، ملت او مذهب نه لري، تروریست، تروریست دی او هېڅ کله نه شي کولائ چې خپل، پردی وګڼل شي یا د زغم وړ وبلل شي."

د تاجکستان ولسمشر په خپلو خبرو کې د افغانستان حالاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې حکومت یې، په ځانګړي ډول د افغانستان د شمالي سیمو د وضعیت په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدلائ.

امام علي رحمان زیاته کړه:

"د تاجکستان جمهوريت له افغانستان سره اوږد، ګډ سرحد لري، زموږ ګډ سرحد تر ۱۴۰۰ کېلومتره زیات دی او د خپل دوست او ګاونډي هېواد د وضعیت په اړه، په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو د حالاتو په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدلائ."

تاجکستان په داسې حال کې د ترورېزم او افراطي ډلو پرضد د مبارزې په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه دی چې د افغانستان په شمالي سیمو کې د بهرنیو افراطي وسله والو د فعالیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

وسله والو طالبانو چې په بدخشان کې یې دوی ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې په لاس کې وې، د جمعې په سهار د هغه ولایت کوهستان ولسوالي هم ونیول.

د بدخشان والي، احمدفیصل بیکزاد وايي چې په بدخشان کې سل ګونه بهرني وسله وال، د وسله والو طالبانو په ملاتړ جنګېږي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نېکلسن په وروستیو کې له ازادي راډیو سره په مرکه کې، پر روسیې تور پورې کړ چې په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.

خو مسکو وسله والو طالبانو ته د وسلو ورکولو رپوټونه ردوي.

د تاجکستان په پلازمېنه، دوشنبه کې د ترورېزم او افراطي ډلو پرضد د مبارزې پر لارو د خبرو لپاره نړیوال کنفرانس د پنجشنبې په ورځ پیل شو.

په کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو په استازیتوب ۴۳۰تنو ګډون لري.

دې نړیوال کنفرانس ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزی هم ورغلی دی.

XS
SM
MD
LG