د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی له تاجکستان، پاکستان او چین سره د افغانستان ګډ پوځي تمرینات له سیاسي او پوځي اړخه ګټور ګڼي.
د مشرانو جرګې نایب منشي محمد فیصل سمیع د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۸مه» ازادي راډيو ته وویل چې د سیمه ییزې همکارۍ په هدف د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او چین تر منځ ګډ پوځي تمرینات چې چین يې وړاندیز کړی خورا مهم دي.
نوموړي زیاته کړه چې له دې سره افغان حکومت باید په اړیکو کې داسې توازن رامنځته کړي چې دا تمرینات د امریکا او ناټو د غړیو هېوادونو غبرګون را ونه پاروي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ باید له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ځينې ورته همکارۍ ولرو، ځکه چې دا ډول تمرینات خپلې ګټې لري له دې سره زموږ له نظامیانو سره تجربې شریکېږي، د دې تر څنګ یې دا کار د سیاسي او پوځي اړیکو د پراختیا لپاره ډېر ګټور دی."
دا په داسې حال کې ده چې د چین دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغانستان، چین، تاجکستان او پاکستان به روان کال د ترهګرۍ ضد په ګډو تمریناتو کې ګډون وکړي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د چین د دفاع وزارت ویاند وو کین ویلي، هېواد يې دا وخت په دې تمریناتو سره د ترهګرۍ ضد عملي مبارزې ته تیاري نیسي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست بیا د دغې موضوع په اړه له ډېر څه ویلو ډډه وکړه، خو ويې ویل، په دې اړه ځينې خبرې شوي دي.
که څه هم د امریکا او ناټو په حضور کې د سیمې د له ځینو هېوادونو سره د افغانستان اړیکو په اړه وخت ناوخت اندېښنې ښودل کېږي، خو فیصل سمیع وړاندیز کوي چې افغان حکومت په دې برخه کې توازن ته جدي کار وکړي.
له دې سره د پوځي چارو کارپوه زلمی وردګ وايي، دا ډول تطبقات یا تمرینات د ممکنه ګواښ د له منځه وړلو لپاره پلانېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا په اصل کې نندارې ته ورته تمرینات دي او دا ښودل کېږي چې که ترهګري ډېره شوه دوی به په دې ډول په پولو کې ګډ عملیات هم پلان کړای شي، یعنې دا مخکې له مخکې دښمن یا مخالفینو ته خبرداری ورکول دي چې خپل اغېز لري."
د چین دفاع وزارت د دغو تمریناتو د وخت او څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
د چارو کارپوه زلمی وردګ وايي، دا ډول تمرینات په هغه صورت کې ښه اغېز لرلای شي چې له افغانستان سره د ستراتژیکو ملګرو هېوادونو په تېره د امریکا په موافقه تر سره شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ