د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي چين ته څېرمه د افغانستان په غرنيو سرحدي سيمو کې د تروريستي فعاليتونو د مخنيوي لپاره د افغانستان د يوې غرنۍ لېوا جوړېدو ته اړتيا ده.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي، د افغانستان او چين په غرنيو سرحدي سيمو کې د تروريستي فعاليتونو د مخنيوي او هلته د ګزمې لپاره د افغانستان د يوې غرنۍ لېوا جوړېدو ته اړتيا ليدل کېږي.
محمد حنيف اتمر دا موضوع پرون د چين له امنيتي چارواکو سره د کتنې پر مهال مطرح کړې ده.
ښاغلي اتمر تېره شپه په ټويټر کې ليکلي چې د دغې غرنۍ لېوا په تجهيز او ملاتړ کې يې د چين د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
چين ته د محمد حنيف اتمر درې ورځنى رسمي سفر نن شنبه پاى ته رسېږي.
ښاغلي اتمر د چين له عالي رتبه سياسي او پوځي مشرانو سره په کتنه کې، د ټرورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره د شانګهاى د همکارۍ سازمان د نقش د زياتېدو غوښتنه هم کړې ده.
د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند قادر شاه ازادي راډيو ته وويل:
"د ملي امنيت سلاکار چين ته د سفر پر مهال د هغه هېواد له سياسي مشرتابه هيله وکړه چې د شانګهاى د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې د ټروريزم په وړاندې په مبارزه کې خپل رول پراخ کړي چې افغان ځواکونه وکړاى شي د دې پديدې په وړاندې په مبارزه کې لا بريالي وي."
د شانګهاى د همکارۍ په سازمان کې پاکستان، چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او هندوستان بشپړ غړيتوب لري.
د ملي امنيت شورا د وياند قادر شاه په خبره، محمد حنيف اتمر په چين کې د هغه هېواد له سياسي او پوځي مشرانو سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې تر څنګ، د افغانستان د سولې پر پروسه دغه راز د کابل او پېکينګ ترمنځ د اقتصادي اړيکو پر پراختيا هم خبرې وکړې.
محمد حنيف اتمر د چين د ولسمشر د مرستيال وان کيشان په بلنه پېکینګ ته سفر وکړ او هلته يې د هغه هېواد له لوى درستيز، د ملي امنيت له سلاکار، د بهرنيو چارو وزير او نورو چارواکو سره بحثونه وکړل.
د ملي امنيت د شورا وياند وايي په دې سفر کې ښاغلي اتمر د افغانستان د سولې او امن په مسئله کې د همکارۍ لپاره له چين څخه پر پاکستان د فشار راوستلو غوښتنه وکړه.
چين د پاکستان له عمده متحدانو ګڼل کېږي چې د اسلام اباد او پيکنګ نږدېوالي افغان مقامات باوري کړي چې چين کولاى شي، پر پاکستان له خپل نفوذ څخه په استفاده د افغانستان د سولې په پروسه کې اسلام اباد همکارۍ ته وهڅوي.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې تر دې مخکې هم ترينګلې وې، خو په وروستيو کې د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ يو لړ شخړو دا اړيکې لا ترخې کړلې.
تېره اوونۍ د پکتيا ډنډ پټان او د خوست ځاځي ميدان ولسوالۍ د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د شخړو او لانجو شاهدې وې.
افغان چارواکي وايي، شخړه هغه وخت پيل شوه چې پاکستاني ځواکونو هڅه وکړه، د افغانستان په قلمرو کې پوځي تاسيسات جوړ کړي.
بلخوا پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې پر ډيورند کرښه موانع او تاسيسات د افغانستان او د امريکا متحدو ياالتونو په همږغۍ جوړوي.
خو د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د اقوامو او جرګو معين محمد يعقوب احمدزى د پاکستان دغه ادعا په کلکه ردوي:
"ځينې کسان غواړي چې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي، د حکومت وياند دا مسئله رد کړې ده، له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه د موانعو د جوړولو هېڅ کوم تفاهم نه دى شوى او نه به وشي."
د ښاغلي احمدزي په خبره، په وروستيو کې پاکستان ځکه پر ډيورند کرښه د موانعو د جوړولو او اغزن سيم د غزولو هڅې چټکې کړي چې غواړي دغې کرښې ته د سرحد په ډول رسميت ورکړي، خو د ده په خبره دا ډول هڅې په وروستيو د ولسونو له مقاومت سره مخامخې شوي دي.