ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د درې ګونو امنیتي او دفاعی ارګانونو مسؤلین او د نفوسو د احوال د ثبتولو رئیس د جرګې عمومي غونډې ته ورغوښتي وو.
د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د ناامنیو زیاتېدل، د رأی ورکولو لپاره د نوم لیکلو پر مرکزونو د وسلهوالو مخالفینو پرلهپسې حملې او د نفوسو د احوال د ثبت په مرکزونو کې د جعلي تذکرو وېش هغه پوښتنې وې چې د ولسي جرګې غړو له دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو، د ملي امنیت له عمومي رئيس او د نفوسو د احوال ثبتولو له مسؤل څخه وکړې.
د ولسي جرګې د اکثرو غړو عمده اندېښنه دا وه چې انتخابات یوه ملي پروسه ده او وسلهوالو مخالفینو یې پر ضد خپلو حملو ته زور ورکړی او که د امنیتي ارګانونو تدابیر همداسې کمزوري وي، احتمال لري چې د انتخاباتو پروسه له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
د دغو پوښتنو پر وړاندې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، په وروستیو کلونو کې د دولتي تأسیساتو، اداري واحدونو او امنیتي حوزو زیاتوالي ته په کتو سره، ملي پولیسو خپلې دندې تر ډېره ځایه په بري سره ترسره کړې دي.
ښاغلي برمک وویل:
"د افغانستان ملي پولیس د شااوخوا یو لک او ۲۴ زره پرسونل په لرلو سره په څلورو برخو کې، د امنیت په ساتلو بوخت دي. اوس د ولسوالیو شمېر ۳۸۷ ته رسېدلی، حال دا چې اته یا نهه کاله مخکې د ولسوالیو شمېر ۳۶۴ وو، همدارنګه د ټولو ښارونو په مرکزونو کې امنیتي حوزې هم زیاتې شوي چې دا ټول د پولیسو پر پرسونل اغېز لرلای شي."
د دفاع وزیر طارقشاه بهرامي وویل، وسلهوالو مخالفینو د ثور په نهمه د خندق په نوم د عملیاتو له اعلان سره سم، پر ښارونو حملې زیاتې کړې دي.
ښاغلي بهرامي وویل، ملي اردو د ملي پولیسو او ملي امنیت له ځواکونو سره په همغږۍ کې، په شته امکاناتو د مخالفینو حملې په شا تمبولې دي.
ده وویل، د ثور له نهمې وروسته د وسلهوالو مخالفینو پر ضد ۲۳ تصفیوي، ۲۷ د کمانډو او ۸۴ هوايي عملیات ترسره شوي چې پهکې ۷۹۹ وسلهوال مخالفین وژل شوي، ۴۹۴ ټپیان او ۷۷ اسیر شوي دي.
ده دا هم وویل، په دې نښتو کې د افغان ځواکونو ۱۳۱ منسوبین وژل دي.
د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي وویل، په تېرو ۴۵ ورځو کې یې ۷ ځانوژونکي نیولي او د دې تر څنګیې د مخالفینو یوه ۱۶۱ کسیزه ډله هم نیولې چې ۳۰ کسانو یې له داعش سره اړیکې لرلې.
د نفوسو د احوال ثبتولو رئیس همایون محتاط ومنله چې په ځینو مرکزونو کې یو کس څو تذکرې اخیستي چې له دغو کسانو څخه ځیني نیول شوي دي.
ده ډاډ ورکړ چې له انتخاباتو دمخه وېشل شوې تذکرې د ماشین په ذریعه ارزول کېږي چې اصلي او جعلي یې څرګندې شي.
د دغو پوښتنو او ځوابونو وروسته د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي پر مسؤلینو ټینګار وکړ چې د انتخاباتو لپاره امنیتي تدابیر جدي او پراخ کړي.
نوموړي وویل:
"څه چې زموږ خلکو ته هم دي، هغه د ځان، مال او د خاورې تمامیت او د انتخاباتو امنیت دی، د انتخاباتو ګډوډول د دښمن ستراتېژیک پلان دی، امینتي مسؤلین باید جدي امنیتي تدابیر ونیسي، ولسي جرګه وړاندیز کوي چې امنیتي سکټورونه یوه اضطراري ناسته ولري او د پولیسو شمېر زیات کړي."
د چارو پوه او د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر په دې باور دی چې د افغانستان د کشفي او استخباراتي ارګانونو د مسلکي ظرفیتونو ټیټوالي دښمن ته دا فرصت ورکړی چې په مرکز او ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړي.
دی د افغان استخباراتي ارګانونو د مسلکي ظرفیتونو په لوړولو تأکید کوي.
راپور: خان محمد سیند