ایران او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر نقشه خبرې کوي.
دا مسئله پرون په تهران کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف په کتنه کې مطرح شوې ده.
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا په حواله، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا پر امکاناتو او په سیمه کې پر وروستیو پرمختګونوخبرې کړې دي.
دواړو له ترورېزم او افراطي ډلو سره د مبارزې لپاره د زیاتې فعالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ظریف د امنیت او ثبات د ټینګولو او د سولې د داسې مذاکرو لپاره چې ټول افغانان په کې شامل وي، د افغان حکومت هڅې ستایلي او ټينګار یې کړی چې هغه ټولې موافقې او تړونونه چې تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ شوي،باید عملي شي.
ښاغلي عبدالله تر جواد ظریف مخکې د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ایې سره په تهران کې وکتل.
ایت الله علي خامنه ایې ویلي:
"کابل او تهران ښه همکاري لري او موږ د افغانستان امنیت، ثبات او پرمختګ ته د خپل امنیت او ثبات په سترګه ګورو."
خامنه ایې ویلي چې ایران د خپلو ختیځو پولو د امنیت ټينګوالي او ثبات ته زیات اهمیت ورکوي اوهیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت به خپل اصلي هدف ته چې د ټولو افغانانو ترمنځ د یوې متحدې قوې ټینګول دي،ورسیږي.
ایرنا د خامنه اېې په حواله، ویلي:
"په افغانستان کې د ملي وحدت ټینګېدل یو ډير مهم پرمختګ وو چې موږ یې هرکلی کړی ځکه زموږ په باور د افغانستان د ټولو قومونو او توکمونو ترمنځ وحدت د دې هېواد د ستونزو د حل یوازینۍ لار ده."
د ایران ستر مذهبي مشرزیاته کړې چې د افغانستان او بل هر هېواد لپاره یوه مهمه مسئله د دفاعي ظرفیتونو لوړول دي خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
ایرنا د خامنه ایې په حواله ویلي چې دواړه هېوادونه باید پر یو شمېر لانمجمنو مسئلو لکه د سرحدونو نښې او د اوبو ویش خبرې وکړي او په همکارۍ یې حل کړي.
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل پرون ازادي راډیو ته وویل،ښاغلي عبدالله هم د اوبو د ویش د ستونزې د حل، د سرحدي امنیت د ټينګښت او د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره د همکارۍ پر اهمیت ږغیدلی دی.
جاوید فیصل زیاته کړه:
"د افغانستان حکومت توانیدلی چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره خپلې حسنه اړیکې ټينګې وساتي او داړیکو موازنه سمه وساتي او هیڅ ډول د اندېښنې ځاي نه لری. د افغانستان د اوبو په اړه مو هم تفصیلي خبرې کړې او په دې اړه به خبرې دوام پيدا کړي څو دا مسئله هم یو طرفه شي."
ښاغلي عبدالله ټينګار کړی چې تهران او کابل د خپلو روابطو د لا زیاتې پراختیا امکانات لري چې د دواړو هېوادونو کارپوهان یې باید وڅیړي او بحث ورباندې وکړي. ښاغلي عبداللهله ایران سره د ورزشي او فرهنګي اړیکو د پراختیا دوه موافقې هم کړي دي.
د اجرائیه ریاست پر ویب پاڼه راغلي چې عبدالله عبدالله پرون د ایران د ولسمشر له لومړي مرستیال اسحق جهانګیري سره په کتنه کې د ترورېزم پر ضد پر ګډه مبارزه، د ایران او افغانستان د ریل ګاډي د پروژې او د چابهار بندر له لارې د تجارتي اړیکو د پراختیا پر اهمیت او امکاناتو خبرې کړې دی.