د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۴

پګواش: طالبان به ډېر ژر د حزب اسلامي په شان د سولې لار غوره کړي

د پګواش نړیواله مؤسسه وايي، د سولې وروستیو هڅو ته په کتو داسې وړاندوینه کیدای شي چې طالبان هم ډېر ژر د حزب اسلامي په شان د سولې لار غوره کوي.

دا وخت د سولې لپاره د پګواش د نړیوالې مؤسسې مشران او د سولې پروسې د چټکتیا لپاره د متحده ایالاتو یو مرکچي ټیم په کابل کې دی چې د افغانستان د سولې پروسه له نېږدې وڅاري.

د پګواش د نړیوالې مؤسسې یوه غړي محمد یوسف افتخار د خپلو لیدنو، کتنو او د سولې لپاره د وروستیو هلو ځلو په اړه ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره له بل هر وخت زیاتې هیلې پیدا شوي دي.

نوموړی وايي، د ګڼو اړخونو سره د لیدو کاتو او د دوی د نظرونو له اورېدو وروسته دا وړاندوینه کېدای شي چې طالبان ممکن د مهالوېش له مخې د امریکايي قواوو اوږدمهاله حضور هم ومني.

دی وايي:

"پخوا د طالبانو دریځ ډېر سخت وو، خو اوس حتی داسې انګېرنې شته چې طالبان دې تر یوه وخته پورې د امریکايي ځواکونو حضور په افغانستان کې ومني او د هغوی د موجودیت سره- سره دوی سولې ته غاړه کېږدي او بالاخره لکه د حزب‎اسلامي په څېر د سولې یو تړون رامنځته شي."

د پګواش نړیواله مؤسسه د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د افغانستان د سولې لپاره کار کوي او په‎دې لړ کې يې څو غونډې هم جوړې کړي دي.

پګواش په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو او افغان سیاسیونو تر منځ د لومړنیو غونډو کوربه و چې بیا وروسته یې په اسلام‎اباد او کابل کې ورته غونډې هم جوړې کړې، خو د سولې لپاره هیلې یې د لومړي ځل لپاره ډېرې شوي دي.

د پګواش د نړیوالې مؤسسې ترڅنګ د سولې خبرو اترو لپاره د امریکا یو مرکچي ټیم هم په کابل او واشنګټن کې په‎دې هدف فعالیت پیل کړی چې د سولې پروسه تېزه کړي.

د افغان سولې په اړه دا خوشبینۍ او هڅې وروسته ترهغې ډېرې شوي چې افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو د اختر په شپو ورځو کې دوه اړخېز اوربند وکړ، ډلې ډلې طالبان د ښارونو ته راغلل او خلکو ورته د سولې بلنه ورکړه.

طالبانو بیا دغو خوشبینو او د خلکو غوښتنو ته په ځواب کې د سولې په تړاو هر ډول پټې خبرې رد کړي او لکه د پخوا په څېر یې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د پګواش د نظر په تأیید وايي، د سولې لپاره هلې ځلې ډېرې شوي چې دوی یې واقعي سولې ته هیله‎مند کړي دي.

د دغې شورا ویاند احسان طاهري ازادي راډيو ته وویل، دا وخت سوله په دوه اړخونو کې لټول کېږي.

احسان طاهري
احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"موږ غواړو د سولې خبرې په دوه اړخونو کې ووینو:

  • لومړی دا چې د افغانستان او افغانانو په حاکمیت او رهبري له طالبانو سره خبرې اترې.
  • دوهم دا چې د خبرو له پیلېدو سره به هم بهرنیان په کابل او ولایتونو کې وي، تردې چې د خبرو په نتیجه کې د هغوی د وتلو لپاره یو مهالویش وروستۍ کېږي."

د پګواش د نړیوالې مؤسسې د استازو او د سولې لپاره د امریکا د مرکچي ټیم ترڅنګ د سولې له شعار سره له هلمند او پیښور نه راغلي ځوانان هم دا وخت په کابل کې دي، ترڅو د سولې لپاره د جګړې په ښکېلو خواوو فشارونه ډېر کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG