د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ملي ارمان: ولې طالبانو ته امن سیمې؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د پروسې او د دغې پروسې په اړه له حکومته د خلکو د غوښتنو په اړه لیکنې او سرلیکنې خپرې کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې طالبانو ته شپږ ولایتونه د امن د سیمو په توګه په پام کې نیول شوي دي.

ورځپاڼه لیکلي چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د پلاوو د هوکړې له مخې شپږ ولایتونه طالبانو ته د امن د سیمو په توګه په پام کې نیول شوي، څو په ازادانه ډول تګ راتګ په‎کې وکولای شي.

په مطلب کې راغلي چې اکثره دغه ولایتونه جنوبي ولایتونه دي او پکتیا هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبانو یې د امن سیمې په توګه د اعلان غوښتنه کړې ده.

خو ورځپاڼې بیا په خپل یو بل مطلب کې د سولې د عالي شورا د ویاند په حواله لیکلي چې د حکومت له‎خوا طالبانو ته د سولې لپاره په وړاندې شوې بسته کې د امن سیمو ځانګړي کول نه‎دي شامل.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې د عالي شورا په حواله په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د سولې له پروسې سره د طالبانو په یو ځای کېدلو سره به نړیوال ترهګر ماته وخوري.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې افغان حکومت د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل‎الله په وژلو سره دا وښوده چې هېڅ‎چا ته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل په وړاندې استعمال کړي.

په مطلب کې د سولې د عالي شورا په حواله دا هم راغلي چې افغان حکومت د افغان سولې په برخه کې د پاکستان عملي اقداماتو ته په تمه دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې ولې طالبانو ته امن سیمې؟

په سرمقاله کې راغلي چې د اختر په ورځو کې د طالبانو او حکومت ترمنځ په اوربند سره د ډېریو خلکو سره د سولې لپاره هیلې پیدا شوي دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، له ۴۰ کلونو جګړو وروسته افغانان دا حق لري چې سولې ته ورسېږي، خو په خبره یې دا سوله باید داسې ترلاسه شي چې د اساسي قانون ګټې تر پښو لاندې نه‎کړي.

ورځپاڼه لیکلي، داسې راپورونه موجود دي چې ګوندې حکومت د پکتیا ولایت د جاني‎خېلو ولسوالۍ طالبانو ته د امن سیمې په توګه اعلانوي، خو ورځپاڼه ټینګار کوي که دا سیمه طالبانو ته د ورکړې په مانا وي، دا به د افغانستان له نافذه قوانینو ښکاره سرغړونه وي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د حرمین شریفین د ملاامام د تازه څرګندونو په اړه لیکلي چې د افغانستان خلکو ته یې د سولې دعا کړې او ویلي یې دي چې په خپلو کې جګړه مه کوئ.

ورځپاڼې لیکلي، تردې مخکې په زرګونو افغان دیني عالمانو او دغه شان افغان، پاکستاني او اندونیزیايي عالمانو هم د افغانستان جګړه ناروا ګڼلې او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د اوربند غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG