د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

ناټو: سوله له افغانستانه د ځواکونو په وتو نه، بلکې په موجودیت کې یې راتلای شي


ناټو او متحدایالاتو د سولې لپاره د افغان حکومت له وروستیو هڅو خپل ملاتړ اعلان کړی.

د ناټو عمومي منشي د افغانستان په جګړه کې لومړی اوربند چې ولسمشر اشرف غني په روژه کې اعلان کړ او وسله والو طالبانو د اختر په ورځو کې ومانه، هیله بښونکی بولي او وايي چې ملاتړ یې کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون پنجشنبه په لندن کې د ناټو د سرمشریزې لپاره د تیارۍ په غونډه کې وویل چې د دې اوربند پر بنسټ باید نور کار وشي.

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

نوموړي زیاته کړه:​

"یوه بله هڅوونکې مسئله د ولسمشر اشرف غني د سولې نوښت دی، د لومړي ځل لپاره مو ولیدل چې اوربند که څه هم د کم وخت لپاره و، خو نتیجه یې ورکړه، لومړی حکومت اوربند اعلان کړ او بیا طالبانو لږترلږه د څو ورځو لپاره ومانه، موږ که څه هم باید دا اوږد مزل لنډ کړو، خو هیله بښونکې خبره دا ده چې لږترلږه د پخلاینې او د سولې د بهیر لپاره د یو چوکاټ د رامنځته کولو په مقصد رښتینې هڅې کېږي او د افغانستان په جګړه کې د لومړي ځل لپاره اوربند کېږي، نو باید پر دې بنسټ کار وکړو."

په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني پرون د متحدایالاتو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره په ټيليفوني خبرو کې د سولې د روانو هڅو او له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه خبرې وکړې.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د جزییاتو له څرګندولو پرته یوازې دومره ویلي دي چې ښاغلي پنس د اوربند په برخه کې د ولسمشر او افغان حکومت اقدام وستایه.

امریکا او ناټو ټینګار کوي چې د سولې خبرې باید په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په موجودیت کې وشي.

د ناټو عمومي منشي ښاغلي سټولټنبرګ په لندن کې په خپلو پرونیو څرګندونو کې په دې اړه د ناټو دریځ روښانه کړ او زیاته یې کړه:

"سوله له افغانستانه د وتلو له لارې نه، بلکې هلته د پاتې کېدلو له لارې ترلاسه کېږي، ځکه طالبان باید پوه شي چې د جګړې په ډګر کې نشي بریالي کېدای او ترهغه چې موږ دا وښیو او ثابته یې کړو چې هلته پاتې کېږو، دوی به د جګړې په ډګر کې بریالی نشي، موږ به افغان ځواکونه وروزو، مرسته به ورسره وکړو، مشورې به ورکړو او تمویل به یې کړو، نو داسې وخت به راځي چې طالبان په دې پوه شي چې د خبرو پر مېز ډېر څه ترلاسه کولای شي."

د روژې په پای او د اختر په ورځو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا د اوربند له اعلانېدو وروسته، په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې یوه نوي پړاو ته رسېدلې دي.

پرون د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي دي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له ډېر ځنډ وروسته په یوه نامعلوم ځای کې پیلېدونکې دي.

د سې شنبې په ورځ د افغان حکومت یوه پلاوي په اسلام اباد کې له چارواکو سره د سولې او اوربند په اړه خبرې وکړې او یوه ورځ مخکې له دې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه توب ته چمتو دی.

که څه هم له اختر وروسته د طالبانو حملې بیا پیل شوې خو عمومي باور دا دی چې د جګړو زور د پخوا په پرتله تر ډېره کم شوی او ډيپلوماتیک چینلونه تر پخوا زیات فعال شوي دي.

XS
SM
MD
LG