د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې څه لولئ؟


د کابل ورځپاڼو د نن ورځی اکثره تبصرې بیا هم په افغانستان کې د روانې جګړی د پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت لپاره پر روانو هڅو بحثونه کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپله تبصره کې د افغانستان د روانې جګړې په اړه د دیني عالمانو او په تېره بیا د کعبې د امام په وروستیو څرګندونو بحث کړی او لیکلي یې دي چې افغان ولسمشر بریالی شوی چې په هېواد کې له روانې ناولې جګړې د اسلام زرین پوښ ټول او د روانې جګړې اصلي ناولې څېره ښکاره کړي.

ورځپاڼه وړاندې ځینو پرمختګونو ته په اشارې لیکي چې ولسمشر د جګړې پر وړاندې کرکه قوي کړه او تر ډېره بریده یې دغې جګړې ته د سیمې او ګاونډ د استخباراتي کړیو، ترهګرو هېوادونو او سازمانونو له خوا ورکړل شوی جعلي مشروعیت ختم کړ.

د ورځپاڼې اشاره د اندونیزیا او کابل غونډو ته ده چې پکې دیني عالمانو دغه جګړه نا روا وبلله او لیکلي یې دي چې دا دی اوس له کعبې څخه هم د جګړې پر ضد غږ پورته شو.

ورځپاڼې هیله څرګنده کړې چې د روانې میاشتې په وروستیو کې په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو په یوه بله غونډه کې چې بیا هم د افغانستان په حالاتو بحث کوي، د روانې جګړې پر ضد یوه فتوا صادره شي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې بیا وروستیو بدلونونو ته په اشارې لیکلي چې اوس د سولې غوښتنه او د جګړې په ښکېلو اړخونو د سولې لپاره فشارونه تر بل هر وخت زیات شوي دی.

ورځپاڼه لیکي چې دا فشارونه د افغان ولس له لوري هم دي، له بهره هم، خو خپله په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ سولې ته تمایل په بې ساري توګه زیات شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې د خپلې تبصرې په دوام د سولې لپاره ناپیيلی ولسي خوځښت خورا مهم بللی او سپارښتنه یې کړې چې دغه خوځښت باید همداسې ناپیيلی او ولسي پاتې شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼه که له یوې خوا په خپل لومړي مخ کې لیکي چې طالبانو د هلمند د سولې د کاروان غوښتنې رد کړي، نو بل ځای یې د سولې د عالي شورا په حواله لیکلي چې له طالبانو سره به د سولې رسمي خبرې ډېر ژر پیل شي.

ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالي شورا د چارواکو په حواله لیکلي چې وروستي پرمختګونه دا ښيي چې افغانستان د یو ستر بدلون په درشل کې دی او ډېر ژر به د افغان دولت، وسله والو طالبانو او امریکا درې اړخیزې خبرې پیل شي.

ورځپاڼې د همدې مخ په یوه جلا مطلب کې د افغان سولې په اړه د نړیوالو کتونکو نظر راخستی او لیکلي یې دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو شونتیا ډېره شوې ده.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د سولې په تړاو د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه د ولسي جرګې غبرګون راخيستی او لیکلي یې دي چې د جرګې غړو ویلي چې پټه سوله د دوی لپاره د منلو وړ نه ده.

ورځپاڼې لیکلي، اوس چې امریکا هڅه کوي، طالبان د سولې خبرو ته را وبولي، نو حکومت ته پکار ده چې خلک د روانو خبرو له جزیاتو خبر کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د ملی وحدت حکومت مشرانو ته پکار ده چې له طالبانو سره خبرې د ولس د غوښتنو په رڼا کې پر مخ بوځي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د کعبې او مدینې د ستر امام څرګندونو ته په اشارې چې په افغانستان کې یې روانه جګړه نا روا وبلله، له طالبانو غوښتي چې له دې ناروا جګړې لاس واخلي.

ورځپاڼې لیکلي چې د کعبی امام او له دی مخکې په اندونیزیا او کابل کې دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او طالبانو ته پکار ده چې له جګړې لاس واخلي او په دې ډول دې د سیمې او ګاونډ د مغرضو کړیو په لمسون، روانه جګړه او ورور وژنه پای ته ورسوي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلي چې د هلمند د سولې د کاروان غړي چې له طالبانو ناهیلي شوي، غواړي چې په کابل کې د هغو هېوادونو د سفارتونو په وړاندې د پرلت کېږدۍ ودروي چې پر طالبانو لږ یا ډېر نفوذ لري.

ورځپاڼه د سولې د کاروان د ځینو غړو په حواله لیکي چې دوی به په کابل کې د ایران، پاکستان، امریکا او روسیې سفارتونو ترڅنګ، د یوناما د دفتر مخې ته هم د پرلت خېمې ودروي.

ورځپاڼې لیکلي چې د هلمند د سولې د کاروان غړي که څه هم ټانک او ټوپک نه لري، خو د جګړې پر ضد د افغانانو واحد درد او دریځ ورسره دی او له نړیوالو یې غوښتي چې د افغانانو دی درد ته په کتو، نور دې د سولې د ټینګښت لپاره صادقانه هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG