د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

ولسي جرګه: د سولې د پروسې په اړه ابهاماتو د دغې جرګې غړي اندېښمن کړي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د سولې د پروسې په اړه ابهامات شته او دې مسئلې د جرګې غړي اندېښمن کړي دي.

که څه هم په دې ورستیو کې په افغانستان کې ډېری بحثونه د سولې په اړه متمرکز دي، خو ولسي جرګه وايي، د سولې پروسه تیاره او مبهم اړخونه هم لري.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وايي، د سولې پروسه باید واضح وي او په دې برخه کې باید پرمختګونه له ولس او د هغوی له استازو سره شریک شي.

ښاغلي ابراهیمي د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او په دې تړاو باید هر څه ښکاره وي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

نوموړي وویل:

"موږ سوله د افغانستان د خلکو یو اساسي ضرورت بولو، خو په عین حال کې، هغه سوله چې پروسه یې ګونګه وي او جزیات یې خلکو ته معلوم نه وي، قطعاً یې نشو منلای، موږ به د سولې د عالي شورا مسؤلین د جرګې یوې غوندې ته را وغواړو او دا به ترې وپوښتو چې سوله په کوم حال کې ده."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې ورستیو کې د سولې لپاره هڅې زیاتې شوي او ان ولسمشر غني ویلي چې په هرځای کې که د طالبانو مشر وغواړي، دی حاضر دی چې د سولې خبرې ورسره وکړي.

له بلې خوا د پکتیا ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، هڅه کېږي چې دغه ولایت د سولې د خبرو لپاره د امن د سیمې په توګه اعلان شي.

د پکتیا قومي مشر جنت ګل منګل ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د دغه ولایت د ولسوالیو د قومي مشرانو ترمنځ خبرې پیل شوې دي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په دې تړاو خوشبیني شته، خو په خبره یې چې دا په دې معنا نه ده چې دغه ولایت به طالبانو ته سپارل کېږي.

خو د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري بیا وايي چې طالبانو ته د سولې د خبرو په وړاندیز کې د امن سیمو د رامنځته کېدو په اړه څه نشته.

نوموړی دغه شان وايي چې د سولې د پروسې په اړه هېڅ ډول ابهامات نشته او هرڅه روښانه دي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"که د سولې موضوع ګونګه وای، نو خلک به له موږ سره همغږي نه وای، کله چې د افغانستان ټول خلک او په بېلابېلو سیمو کې د سولې په اړه غږ پورته کوي، دا ښیي چې خلک له دغې پروسې ملاتړ کوي، د سولې په اړه چې هر ګام اخيستل کېږي، د رسنیو له لارې له ولس سره شریک کېږي، په دې اړه به خلک پرېکړه کوي او موږ به د هغوی د پرېکړو پر اساس عمل کوو."

د ولسي جرګې غړو تېره اوونۍ هم د سولې په اړه ځيني بحثونه مطرح کړي وو او پرېکړه یې کړې وه چې په دې اړه به یوه طرحه د سولې عالي شورا او حکومت ته وسپاري.

که څه هم په دې ورستیو کې د اوربند او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه هیلې زیاتې شوي، خو په ورته وخت کې په دغه پروسه کې د عدالت او دقت په پام کې پر نیولو هم ټینګار کېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG