د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

غوڅ ملاتړ: له دوه اړخیز اوربند وروسته د سولې نښې له ورایه ښکاري


که څه هم له درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا د جګړې ډګر ته د طالبانو دانګلو اندېښنې له ځان سره درلودې، خو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت هیله څرګندوي او وايي چې په هېواد کې وضعیت د بدلون په حال کې دی.

د دغه مأموریت مرستیال ریچارد جي کریبول د پنجشنبې په شپه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۱» د یو وېډیويي کنفرانس له لارې امریکايي خبریالانو ته ویلي، د وسلو کېښودل او په ښارونو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای د وسله‌والو طالبانو د اختر لمانځل د دغه بدلون ښکاره نښه ده.

نوموړي زیاته کړې:

"اوس په افغانستان کې یو ښه فرصت رامنځته شوی، د بدلون روښانه نښې ښکاري، له ۲۰۰۱ میلادي کال نه وروسته مو د اختر په ورځو کې اوربند ولید، همدا شان افغان امنیتي ځواکونه له پخوا نه مسلکي او پياوړي شوي، له افغانستان سره نړیوال پياوړی ملاتړ به باقي وي او لیدل کېږي چې افغانان د اوربند د تمدید لپاره ډېرې هیلې لري.​"

د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وسله‌والو طالبانو باندې درې ډوله ټولنیز، پوځي او ډیپلوماتیک فشارونه راوړي دي.

اشرف غني پر وسله‌والو طالبانو باندې درې ډوله ټولنیز، پوځي او ډیپلوماتیک فشارونه راوړي دي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت مرستیال زیاتوي دوی هم پر طالبانو پوځي فشار او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، څو طالبان د سولې د خبرو مېز ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د اختر په ورځو کې د اوربند مراعتول دا ښکاره کوي چې افغانان کولای شي په خپلو کې سوله وکړي.

د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ولز د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې په استماعیه غونډه کې ویلي و چې واشنګټن په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتووالی لري.

افغان حکومت د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې یو اړخیز اوربند اعلان کړ، ورپسې وسله‌والو طالبانو هم د اختر په درې ورځو کې اوربند وکړ، افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه اوربند د ۱۰ نورو ورځو لپاره اوږد کړ، خو وسله‌والو طالبانو د اختر له درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا جګړې ته مخه کړه.

اوربند، اختر له طالبانو سره د محمد اشرف غني د زېږېدو ځای ته څېرمه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:20 0:00

له دې ټولو سره سره بیا هم افغان حکومت، دیني عالمان او عام خلک په هېواد کې د اوربند د غځولو غوښتنه کوي.

افغان ولسمشر په کابل کې د سولې کاروان له غړو سره په کتنه کې ویلي چې د طالبانو په توافق چمتو دی چې اوربند یو کال نور هم تمدید کړي.

دوه اړخیز اوربند او د افغان حکومت له لوري د اوربند تمدید د امریکا، ملګرو ملتونو، روسیې، عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون له تود هرکلي سره مخ شو.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان له هغې ډلې انتظار خادم په دې باور دی چې د سیمې وضعیت بدلون کړی او وروستي اوربند او د خلکو هرکلي، امریکا او ملاتړي یې په افغانستان کې د سولې راتګ ته مطمئن کړي.

انتظار خادم
انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

"په جګړه کې ښېکلې خواوې د سولې میدان ته راغلې، دوهم دا چې خلکو له اوربند نه هر اړخیز ملاتړ وکړ چې دغې مسئلې نړیواله ټولنه په افغانستان کې سولې او د ثبات راتګ ته هیله‌منده کړې ده."

نوموړی زیاتوي د وسله‌والو طالبانو انعطاف ته په کتو اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د سولې په وړاندې خنډونه او د پاکستان د مداخلې پر مخنیوي تمرکز وکړي چې د نوموړي په وینا د دغو ستونزو حل به ډېر ژر په افغانستان کې د سولې د راتګ سبب وګرځي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG