د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

نن د اختر په لومړي ورځ، د افغانستان په ۱۶کلنه جګړه کې تاریخي اوربند نافذېږي


نن د کمکي اختر په لومړۍ ورځ د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو له‎خوا اعلان شوی اوربند په یوه وخت کې نافذېږي.

نن د اختر په لومړۍ ورځ، د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې هغه تاریخي اوربند نافذېږي چې افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو په یوه وخت کې اعلان کړی دی.

وسله‎والو طالبانو یوازې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی، خو افغان حکومت چې د روژې له ۲۷ مې څخه د کمکي اختر تر پنځمې نېټې پورې اوربند اعلان کړی وايي، په تېرو درېیو ورځو کې په جګړو کې یو څه کموالی راغلی، خو د وسله‎والو بریدونه بیا هم روان وو.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په‎دې ترڅ کې بریدکوونکو ته درانه تلفات هم اوښتي دي.

د دې وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمدرادمنش تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو درېیو ورځو کې د وسله‎والو طالبانو په حملو کې له څو مواردو پرته تر ډېره کموالی راغلی دی.

جنرال محمدرادمنش
جنرال محمدرادمنش

جنرال رادمنش وايي، هیله لري چې طالبان به د اوربند رعایت ته دوام ورکړي:

"ګواښونه په سلو کې شاوخوا ۷۰ کم شوي او موږ هیله‎مند یو چې د اختر په لومړۍ ورځ به د طالبانو ډله چې اوربند ورسره شوی دی ځان د اوربند د رعایتولو پر ژمنه مکلف وبولي."

ښاغلي رادمنش هیله څرګنده کړه چې دا اوربند به د سولې خبرو او په هېواد کې د جګړې او وینو بهولو پای ته رسېدو ته لار پرانېزي.

د دفاع وزارت ویاند وویل، وسله‎وال طالبان کولای شي د اختر په شپو او ورځو کې د خپلو کورنیو او عزیزانو د لیدو لپاره د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته ولاړ شي او زیاته یې کړه چې د دې کار لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"د ښار په دروازو کې د وسلو او مهماتو د ساتنې لپاره خاص ځای شته چې د اختر په ورځو کې هېڅوک- که زموږ دي که وسله‎وال طالبان باید ښار ته له وسلو سره ولاړ نه‎شي. دوی د خپلو کورنیو لیدو ته راتلای شي، د امنیت ضمانت یې کوو خو له وسلې پرته."

د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ اوربند په لومړي ځل او هغه هم د جګړو د فصل په اوج کې نافذېږي.

دا اوربند که څه هم د لنډ وخت لپاره، یوازې د اختر په ورځو کې نافذېږي، خو د جګړه ځپلي افغانستان خلک یې د دایمي سولې ټینګښت ته هیله مند کړي او ډېری خلک یې د تمدید غوښتنه کوي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ودیر ساپی په‎دې باور دی چې دا اوربند د کورنیو او بهرنیو هڅو نتیجه ده، نو ځکه دی هیله لري چې تمدید به شي.

ودیر ساپی
ودیر ساپی

ښاغلي ساپي زیاته کړه:

"همدا فشارونه وو چې نړۍ پر پاکستان او د سیمې پر ځینو نورو هېوادونو راوستل، نو ځکه دا یو تاریخي اقدام و. هیله ده چې که اوربند د اختر په درېیو ورځو کې مراعات شي او له اختره وروسته نور اخترونه راولي او ښکېل اړخونه خپل اهداف د خبرو د میز پرسر باندې دخبرو له لارې حل کړي."

په همدې حال کې د سولې د ولسي حرکت ګډونوال چې له هلمند ولایته د کابل پر لور خوځېدلي دي وايي، خپل حرکت ته د اوربند د تمدید له غوښتنې سره دوام ورکړي.

دې ډلې- چې شعار یې له هلمنده تر کابله دی او شمېر یې اتیا تنو ته رسېدلی، خپل حرکت نژدې یو میاشت مخکې په دې هیله پیل کړ چې د جګړې ښکېل اړخونه له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته کېني.

XS
SM
MD
LG