د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

په افغانستان کې له سولې سره جدي دل‌چسپي پیدا شوې!


  • دې هېل

دې هېل ورځپاڼه لیکي چې وروسته له نږدې ۲۰ کلونو په افغانستان کې له سولې سره جدي دل‌چسپي پیدا شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اشرف غني او د طالبانو مشرانو د سولې بلنه ورکړې او په ولایتونو کې هم د طالبانو مشرانو د سولې هڅو ته لبیک ویلی.

د افغانستان د عالمانو شورا پر حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او خبرو ته مخه کړي.

دې هېل ورځپاڼه بیا له هلمنده د کابل په لور د سولې کاروان ته اشاره کړې ده چې پر لاره دی او د طالبانو او حکومت وروستی اوربند یې هم یاد کړی دی، خو لیکي:

داسې هم نه‌ده چې سوله رالنډه ده او واشنګټن باید فکر وکړي چې وروسته تر دې به څه کوي چې سوله افغانستان ته راشي.

د ورځپاڼې په باور په امریکا کې ډېر کسان په حکومت کې دننه او له حکومته بهر دې ته لېواله دي چې افغانستان پرېږدي لکه څرنګه چې یې د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې ورته شاه کړې وه.

خو دې هېل لیکي چې په لنډ وخت کې له افغانستانه وتل به د ټولې سیمې پر امنیت او ثبات منفي اغېز وکړي.

ورځپاڼه بیا لیکي:

سوله‌ییز افغانستان د متحده ایالاتو د ستراتېژیکو ګټو لپاره یو فرصت دی او د امریکایانو د حضور دوام په دغه هېواد کې ښایي د امریکا، افغان حکومت او خلکو ګټې لا خوندي کړي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان او هند ترمنځ د کرکټ ټېسټ مېچ په اړه مقاله خپره کړې ده.

هند د نړۍ د ټېسټ لوبو په لېست کې لومړی مقام لري او نن د افغانستان د ټېسټ لوبو لومړۍ مسابقه ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

د کرکټ په نږدې ۱۵۰ کلن تاریخ کې ۱۱ هېوادونه توانېدلي دي چې د ټېسټ لوبو امتیاز ترلاسه کړي او افغانستان ۱۲م هېواد دی چې دا ویاړ یې په برخه شو.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان کرکټ ټیم له داسې ستونزو سره مخامخ دی چې په نړۍ کې یې ډېر لوبغاړي نه‌شي درک کولای، لکه ترورېزم، جګړه، بې‌کوره کېدل.

نیویارک ټایمز بیا د افغان لوبغاړي راشد خان ستاینه کوي او لیکي د مې په ۱۹مه ده د هند پریمیر لیګ ټورنمنټ کې لوبه کوله چې د ده په ښار جلال‌اباد کې د کرکټ لوبې پر مهال ترهګرو درې پرله‌پسې چاودنې وکړې، اته تنه‌یې ووژل او نږدې ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

تر دې پیښې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د راشد خان عکسونه خپاره شول چې له سترګو یې اوښکې څڅېدې.

ورځپاڼه لیکي د راشد خان بل ملګري، د افغانستان د ملي ټیم غړي کریم صادق بیا دغه ټپیان په خپلو لاسونو تر امبولانسونو رسول.

XS
SM
MD
LG