د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

په اختر کې اوربند ته د کابل ښاریانو خوښي او غځېدو ته‌یې تمې!


عام خلک او د ملي شورا غړي د اختر په ورځو کې د طالبانو له‎خوا د اوربند له اعلانه هرکلی کوي او دا په افغانستان کې د یوې تل‌پاتې سولې لپاره بختور ګام ګني.

افغانان چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې د اختر ورځې په جګړه، تاوتریخوالي او د خپلو عزیزیانو په غمونو کې تېرې کړي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ لنډ مهالي اوربند ته خوشحاله دي او وايي چې سږ کال به د کوچني اختر شپې ورځې په خوشحالۍ سره د خپلو کورنیو تر څنګ تېرې کړي.

کابل ښاریان هیله لري چې دا اوربند وغځول شي.

د کابل ښار اوسېدونکي مریم او ناصر وايي:

"ډېر خوشحاله یو چې اوربند شوی او لا اقل د اختر درې ورځې په خوشحالیو سره تېروو، خلک ډېر خوشحاله دي موږ د دغه اوربند د تمدید هیله لرو، تر څو په هېواد کې یوه تل‎پاتې سوله ټینګه شي."

"له دې اوربنده د خوشحالۍ احساس لرو او له خدایه غواړو چې د اختر شپې ورځې په خیر سره تېرې شي، ما له خپلې کورنۍ سره دې اختر ته ځانګړی تیاری نیولی."

خلک په داسې حال کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د شوي اوربند په اړه خوشحالي کوي چې مخکې تر دې د اختر په ورځو په لوګر، فاریاب ولایتونو کې په جوماتونو کې د اختر لمونځ د ادا کولو پر مهال انتحاري حملې شوې وې.

د افغان حکومت له‎خوا لنډ مهالی اوربند د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل شو او د اختر تر پنځمې به دوام وکړي، خو بیا وسله‌والو طالبانو یوازې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی دی.

د کابل دکانداران هم سږ کال خوشحاله وو او یو شمېر ازادي راډیو ته ویلي چې خلکو د اوربند اورېدلي او په شوق سره‌یې سودا کوله.

د کابل د قاضي پلازا یو تن دکاندار محمد شفیع له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"له هغه مهاله چې اوربند وشو، بازارونه ښه دي، خلک د اختر لپاره ښه سودا کوي، د تېرو اخترونو په پرتله ښه سودا کېږي او د خلکو ګڼه ګوڼه هم ډېره ده."

مخکې تر دې د افغانستان د سولې عالي شورا، سیاسي ګوندونو او ملي شورا هم غوښتي و چې دا اوربند دې وغځېږي، څو د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم د اختر په ورځو کې د طالبانو له‎خوا د اوربند اعلان یو نېک فال ګڼلی او ویلي یې دي چې افغانان کولای شي دا اختر په خوشحالۍ سره ولمانځي.

فضل هادي مسلمیار
فضل هادي مسلمیار

دی وايي:

"طالبانو دا جرأت کړی چې د هغوی په خبره د اختر په ورځو کې د افغانانو د خوشحالۍ لپاره اوربند وکړي، له یوې جګړې خو ډاډه یو یعنې چېرې چې طالبان دي هلته خو جګړه نه‎کېږي او په خپله ژمنه به درېږي چې افغانان یو د خوشحالۍ اختر ولري، خو په ځینو ولایتونو کې د داعش او القاعدې حضور د اندېښنې وړ دی."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني مخکې تر دې افغان ځواکونو ته دستور ورکړی و چې د اوربند په موده کې دې د طالبانو په وړاندې عملیات نه‎کوي، خو په وینا یې که ورباندې حمله کېږي په جدیت سره دې له ځانه دفاع وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت د ټینګښت خبره کوي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړی زیاتوي:

"په ټول هېواد کې امنیتي خواکونو ته دستور ورکړل شوی چې زموږ د هېوادوالو د ښه امنیت د ټینګښت په خاطر هر هغه څه چې په وس کې یې دي ترسره‌یې کړي او یو کوچنی حرکت هم که د نا امنۍ لامل کېږي مخه دې ونیسي."

ښاغلی دانش وايي، افغان امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې د طالبانو سره د اوربند په ورځو کې د داعش، القاعده او نورو ترورېستي ډلو په وړاندې خپل عملیات چټک کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG