د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

دیني عالمان: جګړه او وینه تویونه په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې ناروا ده


یو شمېر دیني عالمان جګړه او وینه تویونه په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې ناروا بولي.

دوی وايي، د اختر ورځې د محبت، یو بل منلو او له بغض د لیرېوالي خاصې ورځې دي.

د اختر ورځې د محبت، مینې، صمیمت او پخلاینې لپاره یو ښه فرصت دی.

دغه ورځې شپې مسلمانان د یو جشن، ښادۍ، پاکۍ او په خدای باندې د ایمان درلودو په نوم لمانځنه کوي.

یو شمېر دیني عالمان جنګ جګړې او تاوتریخوالی په ټولو ورځو په ځانګړې توګه په اختر او نورو مذهبي ورځو کې له الهي احکامو او نبوي سنت سره په ټکر کې بولي.

یو تن دیني عالم بابه جان سیغاني یې په اړه ازادي راډیو ته وايي:

"په ټولو ورځو کې د انسان وینه تویونه ناروا ده، په ځانګړې توګه په مذهبي ورځو کې، مسلمان باید د روزې او اختر ورځو شپو ته درناوی ولري، زیات ایاتونه موجود دي چې وايي، څوک چې یو مسلمان په ناحق ووژني، لکه ټول انسانان‌یې چې وژلي وي."

دیني عالمان داسې مهال جنګ جګړې او د انسان وینه تویېدنه نارواه بولي چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د ډېری قتلونو او ناحقه وژنو شاهد و.

همدا شان د اختر ورځې شپې داسې مهال له جنګ او جګړو پاکې بلل کېږي چې افغانان په تېرو کلونو کې د انتحاري حملو، چاودنو او وژنو قربانیان و.

ویل کېږي چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د فاریاب مرکز میمنې په ښار کې د لمونځ کوونکو په ځای کې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله شااوخوا ۴۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

همدا شان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د لوګر د وخت والي ارسلا جمال د لوی اختر په لومړۍ ورځ د مرکز پل علم د ښار په جامع جومات کې د لمانځه د ادعا کولو پر مهال په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

په دې وروستیو کې په کابل کې نږدې درې نیم زره دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له دواړو غاړو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

په پایله کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني اته ورځنی اوربند اعلان کړ، یاد یو اوربند د روژې میاشتې له ۲۷مې نه د اختر تر ۵مې دوام کوي.

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

ورپسې وسله‌والو طالبانو هم د اختر درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

له بلې خوا یو شمېر دیني عالمان له هغې ډلې شمس‌الرحمن فروتن په قران‌کریم کې د انسان د وینې د تویېدو په اړه داسې وايي:

"متعال خدای فرمایلي، و لا تقتلو النفس التی حرم الله الا بالحق «تاسې مه‌وژنئ، هغه نفس مه‌قتلوئ چې خدای (ج) هغه قتل ناروا او حرم ګرځولای، مګر په حق سره، خدای (ج) فرمایلي تاسې اختلاف مه‌کوئ، که مو اختلاف وکړ الله (ج) مو قوت له‌منځه وړي."

یو شمېر عام افغانان هم وايي، د دیني مسئلې له مخې له موجب پرته په ناحقه د انسان وینه تویونه د خدای د قهر سبب ګرځي او پر هېواد باندې د بدبختۍ د نزول باعث ګرځي.

د عبدالصبور خسرو او قسیم سمندري په نومونو دوه تنه وايي، باید د اختر په ورځو کې د جګړې او کرکې پر ځای مسلمانان یو بل ته غېږ ورکړي.

دوی وايي:

"د یو بل منل باید یوازې تر اختر محدود نه‌شي، زموږ دین وايي مسلمانان سره وروڼه دي، په ځانګړې توګه د اختر په ورځو شپو کې دې د جګړې او انسان وژنې ګلیم ټول شي."

"د اختر په ورځو کې باید ټول مسلمانان لکه د وروڼو په څېر یو بل په غېږ کې ونیسي، ځکه اسلام وايي د اختر په ورځو کې باید جګړې او تاوتریخوالی یوې خوا ته شي که په کور دننه، بهر یا په سیاست او یا هم ټولنیز ډګر کې وي."

عام افغانان په جګړه کې له ښکېلو خواو غواړي چې کوچني اختر ته په احترام د سولې خبرې پيل کړي جنګ او انسان وژنه پای ته ورسوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG