د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

چارواکي: د ارسلا جمال د وژنې د پيښې په هکله څیړنې دوام لري


افغان امنیتي چارواکي وایي؛ چې د لوګر د پخواني والي ارسلا جمال د وژنې د پيښې په هکله تحقیقات دوام لري.

مشرانو جرګې ته په وینا کې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سرپرست عمر داودزي او رحمت الله نبیل ومنله چې؛ د دې پيښې په مخنیوي کې د لوګر سیمه یېزو امنیتي مسوولینو غفلت کړی دی.

ارسلا جمال د لوی اختر په لومړۍ ورځ د لوګر په مرکز پل علم کې په یوې جومات کې په چاودنه کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دې پيښې په ارتباط د لوګر ځینې امنیتي مسوولین له دندو ګوښه کړي دي.

امنیتي ارګانونه وايي چې؛ د لوګر د والي د وژل کیدو د پیښې په مخنیوي کې وظیفوي غفلت شوی دی او د دې ولایت له ګوښه شویو امنیتي مسوولینو نه په دې اړه تحقیقات روان دي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ خپلې عمومي غونډې ته د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی او د ملي امنیت د ریاست سرپرست رحمت الله نبیل ورغوښتي وو تر څو د پيښې په اړه یې وپوښتي.

د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي وویل چې؛ د پیښې په مخنیوي کې غفلت دې.

"تر اوسه پورې چې کومه نتیجه ګیري ما خپله کړې، په دې پيښه کې په واضح توګه وظیفوي غفلت موجود وو، تالاشي په هغه ډول چې لازمه وه نه وه شوې.

هغومره کسان چې په هر اختر کې دغه جومات ته ورځي په دې ورځ نه وو ورغلي امنیتي ارګانونه باید له دې هم پوه شوي وای چې ولې خلک نه دي راغلي دلیل څه دې؟ دا هم څه عوامل لري.

په وظیفه کې غیر حاضري وه او له هغې نه وړاندې به په دې هکله تحقیقات وکړو."


د لوګر والي ارسلا جمال د اختر په لومړی ورځ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د اختر د لمانځه له ادا کولو مخکې په جومات کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

امنیتي مسوولین وایي چې؛ په دې پیښه کې پنځلس نور کسان ټپيان شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دې پيښې په ارتباط د لوګر د امنیې قومندان جنرال عبدالصبور نصرتي، د امنیت امر رییس خان صادق عبدالرحمزی او امنیت رییس جنرال امان الله له دندو ګوښه کړل.

د دې کسانو پر ځای لوګر ته د دوشنبې په ورځ نوي امنیتي مسوولین معرفي شوي دي.

د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست رحمت الله نبیل هم ډاډ ورکړ چې پيښه به پوره وڅیړل شي.

نوموړي یو ځلې بیا ټینګار وکړ چې جومات ته چاودیدونکي مواد په قران شریف کې ځای پر ځای شوي وو:

"قران شریف راوړل شوې او د والي د چپ لاس خواته ایښودل شوې، کله چې چاودنه کیږي او والي صاحب په محراب کې لویږي د قران شریف ورقې ټولې خلاصیږي.

او قران شریف هم وروسته یعنې هغه وخت راوړل شوې چې تلاشي او ټول مسایل خلاص شوي دي.

په دې برخه کې غفلت شوې یا د هغو کسانو له خوا چې ښایي دا کار یې سبوتاژ کړې و او یا هم د هغو کسانو لخوا چې پدې برخه کې موظف وو، دا مواد هم ښآيي د وظیفوي غفلت له امله هلته وړل شوي وو."


د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د لوګر په پیښه کې د چا لاس دی، ښاغلي نبیل وویل چې د تحقیقاتو په نتیجه کې به دا خبره روښانه شي.

خو ددې پیښې مسوولیت د دادالله فدايي محاذ په نوم یوې وسلوالې ډلې پرغاړه اخیستی دی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې په جوماتونو، د جنازې په مراسمو کې پرله پسې پيښې شوي چې دې کار خلک لا ډیر اندیښمن کړي دي.

ځینې ديني عالمانو او افغان حکومت په بیا بیا له وسلوالو مخالفینو غوښتي له دارنګه مقدسو ځایونو د تخریبي فعالیتونو لپاره کار وا نه خلي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG