د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۹

ځیني سیاسي ګوندونه: په هېواد کې د داعش ډلې ګواښ د پراخېدو په حال کې دی

یو شمېر افغان سیاسي ګوندونه وايي، په هېواد کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې ګواښ له یوې ورځې بلې ته د پراخېدو په حال کې دی.

په داسې حال کې چې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د جنګیالیو پر ضد پراخ عملیات وشول او د دغې ډلې د له‌منځه وړلو خبرونه هم نشر شول، خو اوس یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې فعالیتونه د پراخېدو په حال کې دي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند مشرې عادلې بهرام د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې د سیمې استخباراتي کړۍ په افغانستان کې د داعش ډلې د پیاوړي کېدو په هڅه کې دي.

اغلې بهرام زیاته کړه:

"له بده مرغه، د داعش حملې ورځ تر بلې ډېرېږي، موږ اوسني وضعیت اندېښمن کړي يوو، په هېڅ وجه د داعش تهدیدات نه‌دي کم شوي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې د انتحاري حملې مسؤلیت داعش ډلې ومانه چې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د دروازې په مخ کې وشوه چې په‌کې ۱۲ تنه ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

همداراز په همدې ورځ داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د ننګرهار د معارف ریاست او طب پوهنځي له ودانیو سره نږدې دوه حملې وکړې چې د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، درې تنه په‌کې ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.

یوازې په تېرو ۲۰ ورځو کې په کابل کې داعش ډلې د کورنیو چارو په وزارت، د کابل پولې‌تخنیک پوهنتون مخې ته چېرته چې د هېواد د دیني عالمانو کنفرانس جوړ شوی و، انتحاري او ډله‌ییزې حملې وکړې چې لسګونه کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاشکند په نړیواله غونډه کې ویلي وو، شااوخوا زر داعش جنګیالي په افغانستان کې وژل شوي او اوس‌مهال د داعش ترورېستي ډلې دوه زره جنګيالي په افغانستان کې فعالیت لري.

ښاغلي غني ویلي وو چې داعش یا د اسلامي دولت نومې ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ ده.

له دې وړاندې د افغانستان په ختیځ کې د داعش جنګیالو د له‌منځه وړلو په هدف، د نړیوالو ځواکونو له لوري پر دغې ډلې د بمونو مور تر ټولو ستر غیر هستوي بم هم غورځول شوی و چې د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې ډلې لسګونه غړو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش وايي، دوی هم د داعش فعالیتونو اندېښمن کړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"دوی (داعش) ګواښونه رامنځته کړي، د دغې ډلې لویو او وړو ګواښونو موږ اندېښمن کړي یوو. موږ په خپلو امکاناتو، په پیاوړۍ همغږۍ او د هوايي ځواک په ملاتړ د دوی د فعالیتونو پر ضد حملې ترسره کوو."

په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل وايي، باید هغه بهرني او داخلي عوامل وپېژندل شي چې له مخې يې د داعش فعالیتونه ډېر شوي دي.

دی ټينګار کوي چې باید د دغې ډلې د له‌منځه وړلو په هدف، په ستراتېژۍ او د عملیاتو په مدیریت کې بدلون رامنځته شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG