د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

غني: له ترورېستي ډلو او جرمي شبکو سره مبارزه مو سولې ته رسوي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر څو چې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو په ګډون د جرمي شبکو او ترورېستانو اړيکې پرې نه‌کړل شي، په سيمه کې سوله نه‌شي راتلی.

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د ازبکستان پايتخت تاشکند کې د سیمې هېوادونو د همکارۍ کنفرانس کې له ترورېزم او نشه‌يي موادو سره د سیمې هېوادونو پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني نشه‌يي مواد د ترورېزم مالي سرچينه وبلله او د مخدره موادو پر ضد مبارزه‌يې ټينګار وکړ، دغه ډول‌يې د سيمې هېوادونه هم له دې امله پړه وبلل چې په دې مبارزه کې لازمه همغږي او همکاري نه‌لري.

ولسمشر غني وویل:

"هغه تهديد چې نړیواله ټولنه ورسره مخ ده، علت‌یې نړیوالې ترورېستي شبکې او جرمي سازمانونه دي، دا دوه ډلې تر خپل منځ پياوړې اړېکې لري او د هېوادونو ترمنځ پولو ته درناوی نه‌لري، دا مهال په نړۍ کې یوازې جرمي اقتصاد په کال کې ۸.۲ ټریلیونه ډالر اټکل شوی، د نورو جرمونو تر څنګ، د نشه‌يي موادو قاچاق د همدې ډلو مالي سرچینه ده، ترڅو چې موږ د دې دوو پدیدو ترمنځ اړیکه پرې نه‌کړو، سوله نه‌شو راوستلی."

ولسمشر غني د تاشکند په غونډه کې له جرمونو او جرمي شبکو سره د ملګرو ملتونو د کنوانسیون پر بشپړ عملي کېدو ټینګار وکړ او د سیمې له هېوادونو یې وغوښتل چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مېکانیزم عملي کړي.

په هغه اعلامیه کې چې د تاشکند کنفرانس په پای کې خپره شوه ترورېزم، نشه‌يي مواد او جرمي شبکې تر خپل منځ تړلي بلل شوي او ټينګار شوی چې بايد له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ستراتېژۍ له مخې مبارزه وشي.

له بله پلوه د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسؤلې مېرمن فدریکا موګرېني د تاشکند په کنفرانس کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته‌یې کړه:

"موږ د خپلو پروګرامونو له لارې اسیايي هېوادونو ته په افغانستان کې د تولید شویو نشه‌يي موادو د قاچاق او سرحدونو د کنټرول ملاتړ کړی دی، موږ په افغانستان کې دننه هم د جرمي او جنايي ډلو د مالي سرچینو وچولو په برخه کې مرسته کړې ده."

د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان له نشه‌يي موادو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت بولي او د نړیوالو او سیمه‌ییزو مېکانیزمونو نه‌عملي کېدل د نشه‌يي موادو د کښت، تولید او قاچاق د دوام عمده عوامل ګڼي.

ښاغلی قهرمان وړاندیز کوي چې اروپايي هېوادونه باید په نړیوالو بازارونو کې د نشه‌يي موادو غوښتنه راکمه کړي او ګاونډي هېوادونه دې د هغو کیمياوي موادو د قاچاق مخه ونيسي چې په نشه‌يي موادو کې کار ځینې اخيستل کېږي، دغه ډول بايد افغان حکومت هم هغه سیمې د طالبانو له ولکې اوباسي چې هلته کوکنار کرل کېږي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG