د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

د کلیو او پراختیا وزارت پر کارکوونکو په انتحاري حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي


ارشیف
ارشیف

د کابل امنیه قوماندانۍ د لومړنیو معلوماتو پر اساس وايي چې د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، دا انتحاري حمله له غرمې وروسته شااوخوا یوه بجه په داسې حال کې وشوه چې د کلیو او پراختیا وزارت کارکوونکي له وزارته د وتلو په حال کې وو.

نوموړی وايي، په دې حمله کې د لومړنیو معلوماتو پر اساس تر ۳۰ کسانو ټپيان شوي دي چې د کابل بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په هدف استول شوي دي.

د ښاغلي ستانکزي په خبره په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې هم شاملې دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پر کارکوونکو د حملې مسؤلیت داعش اخیستی دی.

د دې ډلې پر وېبپاڼه اعماق د حملې مسؤلیت اخیستل شوی، خو د ادعا د سپیناوي لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي.

  • پخواني معلومات

د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې نن دوشنبه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پر مأمورینو حمله وشوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي نن ازادي راډیو ته وویل چې انتحاري حمله د وزارت د کارکوونکو د رخصتۍ په وخت کې شوې ده.

د ستانکزي په وینا، حمله کوونکي د وزارت په دروازه کې ځان الوزولی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نړیوالو خبري اژانسونو ته ویلي چې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه زخمیان شوي دي.

د حشمت ستانکزي په وینا نن د کابل د زوراباد په سیمه کې هم چاودنه شوې ده.

ستانکزي وویل چې چاودنه په یوه زړه حوېلۍ کې شوې، پولیس سیمې ته ورغلي او یو جسد او درې زخمیان‌یې موندلي دي.

نور جزئیات لا نه‌دي څرګند شوي.

پولیسو ویلي چې د ترورېستانو یوه اندازه چاودېدونکي مواد يې هم موندلي دي.

د حملو مسئولیت لا چا نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

په کابل ښار کې د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت ته څېرمه چاودنه شوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي رسنیو ته ویلي​ چې د کلیو او پراختیا پر وزارت انتحاري حملې ۱۵ تنه وژلي او ټپیان کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا وروستۍ شمېرې نه‌دي او ښايي دا ارقام تغییر وکړي.

لا تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

  • پخواني معلومات

په کابل ښار کې د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت ته څېرمه چاودنه شوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي رسنیو ته ویلي چې په دې انتحاري حمله کې چې شاوخوا یوه بجه رامنځته شوه، د کلیو او پراختیا وزارت یو شمېر کارکوونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خو په اړه يې دقیق معلومات نشته.

یو شمېر راپورونه وايي چې د پېښې له سیمې استقلال روغتون ته تر لسو زیات ټپيان ور وړل شوي دي.

لا تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

  • پخواني معلومات

په کابل ښار کې څو شېبې مخکې د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت ته څېرمه چاودنه شوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډیو ته د دې چاودنې په تأیید سره وویل چې پولیس سیمې ته رسېدلي، خو تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه‌شته.

بل‌خوا شااوخوا ۱۱نیمې بجې مخکې له غرمې د څلورمې حوزې په زوراباد کې په یوه حویلۍ کې چاودنه شوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، کله چې پولیس ویجاړې شوې حویلۍ ته ننوتل، له هغه ځایه‌یې یو مړی او ۳ ټپیان د چاودېدونکو توکو سره راوایستل چې ویل کېږي دا توکي د ترورېستانو وو.

لا تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG