د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د ننګرهار په طب پوهنځي حمله کوونکي ووژل شول


په ننګرهار کې نن دوشنبه سهار د لسو بجو په شااوخوا کې د معارف ریاست او د طب پوهنځي ودانیو ته نېږدې دوه حملې شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې حمله کوونکي د داعش غړي وو.

خوګیاڼی وایي:

"لومړي ځان ته چاودنه ورکړې، دوهم مخکې تر دې چې ځان والوځوي، ویشتل شوی او بیا یې په زخمي حالت کې ځان الوځولی او درېیم یې ویشتل شوی او وژل شوی دی."

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، حمله کوونکي درې تنه وو.

په حمله کې ۱۵ تنه زخمیان شوي چې یو یې پولیس دی.

عطالله خوګیاني وویل چې د زخمي پولیس روغتیايي حالت نازک دی.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، د حمله کوونکو وسلې، د چاودېدونکو موادو موټر، لاسي بمونه او نور تخریبي مواد هم نیول شوي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې په سیمه کې پولیسو عملیات پېل کړي دي.

پخواني معلومات:

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، په جلال‎اباد ښار کې درې تنه بریدګر هغه وخت د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول چې غوښتل یې ډله‎ییزه حمله ترسره کړي.

د دې ولایت ویاند عطالله خوګیاڼی ازادي راډیو ته وویل:

"څلورو بریدکوونکو چې غوښتل یې د ننګرهار په طب پوهنځي حمله وکړي، لومړي حمله کوونکي ځانته چاودنه ورکړه او نوریې د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول او امنیتي ځواکونو له چاودیدونکو توکو څخه ‌‌‌‌‌‌ډک موټر هم خنثی کړ. "

د هغه په وینا د پېښې له ځایه ۱۰ تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله‎والې ډلې نه‎دی منلی.

  • پخواني معلومات

د ننګرهار پر معارف ریاست ‌‌‌‌‌‌ډله‎ییز برید کې څلور تنه بریدګر وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي چې یوه ‌‌‌‌‌‌ډله بریدګرو د دوشنبې په ورځ شااوخوا ۰۹:۳۰ بجې د دې ولایت پر معارف ریاست برید کړی چې د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي په خبره لومړی یوه بریدګر د معارف ریاست دروازې نه بهر ځان وژونکی برید کړی او درې تنه نور بریدګر د امنيتي ځواکونو له‎خوا ویشتل شوي دي.

دی وايي، په‎دې پېښه کې ۱۰ تنه عام خلک هم زخمیان شوي دي او اوس په سیمه کې تصفیه روانه ده.

نوموړی وايي، امنیتي ځواکونو هغه موټر چې له چاودېدونکو توکو څخه ‌‌‌‌‌‌ډک وو هم خنثی کړی دی.

بل‎خوا د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ په میرزادین سیمه کې د خلکو په یوه مېله کې د چاودېدونکو توکو له امله چاودنه شوې.

ښاغلی خوګیاڼی وايي چې دا چاودنه نن دوشنبه سهار شااوخوا ۹ بجې رامنځته شوې چې له امله‎یې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی ټینګار کوي چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.

تر اوسه د دې دواړو پېښو مسؤلیت کومې وسله‎والې ډلې نه‎دی منلی.

XS
SM
MD
LG