د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

مشرانو جرګه: په ښوونځیو کې د نوم لیکنې مرکزونو پوهنیز بهیر ستونزمن کړی


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، په ښوونځیو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو پوهنیز بهیر له خنډ او ستونزو سره مخ کړی دی.

دغه جرګه په ښوونځيو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، دغو مرکزونو ته باید بدیلې لارې وموندل شي.

د دغې جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۱۳ مه» په دې اړه د سناتورانو تر څرګندونو وروسته وویل، په ښوونځیو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې فعالو مرکزونو زده کوونکو ته بېلابېلې روحي ناروغۍ پیدا کړي دي.

فضل هادي مسلمیار
فضل هادي مسلمیار

دی زیاتوي:

"هغه محلونه چې د تذکرو او سټيکرونو د نصب کولو لپاره په ښوونځيو کې جوړ کړي، دا د اندېښنې وړ ده او د دې اندېښنې د لېري کولو لپاره باید اقدام وشي او باید په بدیلو لارو فکر وشي، زده کوونکو ته د روحي ناروغۍ د پیدا کېدو ترڅنګ، د زده کړې بهیر ځنډنی کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې د نوم ‌لیکنې اکثره مرکزونه په ښوونځیو او جوماتونو کې جوړ شوي چې دې مسئلې خلک خورا اندېښمن کړي دي.

وسله والو طالبانو ګواښ کړی چې د نوم لیکنې مرکزونه به په نښه کړي.

په همدې حال کې سناتوره سهیلا شریفي وايي، د وسله والو مخالفانو د ګواښونو له امله، د ښوونځي زده کوونکي زړه نه ښه کوي چې ښوونځي ته لاړ شي.

دې سره هم مهاله د مشرانو جرګې نایب منشي محمد فیصل سمیع وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د نوم ‌لیکنې مرکزونو ته بدیلې لارې پیدا کړي.

د رأیې ورکوونکو د نومونو د ثبت پر مرکز وروستۍ حمله په جلال‎اباد کې وشوه چې یوشمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په ښوونځیو کې يې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په اړه یې خپله اندېښنه د کورنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې ده.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

د دغه وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"مونږ د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره د یوه تفاهم په اساس همکاري کوو، اوس لپاره مونږ داسې جدي ستونزه نه وینو، خو همکاري مو روانه ده او خپلې اندېښنې مو له کورنیو چارو وزارت او کمېسیون سره شریکې کړې دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې او تذکرو د وېش د مرکزونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او په دې اړه د جدي هڅو خبره کوي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو وویل، دوی په پوره توان سره هڅه کوي چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې او تذکزو د وېش د مرکزونو امنیت خوندي کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان د میاشتې په ۲۸ نېټه تر سره شي.

په ورته وخت کې د پوهنیزو چارو کارپوه صدیق پتمن وايي، که د افغانستان پوهنیز بهیر د امنیتي او انتخاباتي مسایلو له امله اغېزمن شي، نو د هېواد راتلونکی به له ننګونو سره مخ وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG