د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د کندهار د ۷ ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د نوم لیکنې مرکزونه نه‌لري


د کندهار د ۷ ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې د ټاکنو د نوم‌لیکنې مرکزونه نه‌لري.

څو ورځې وړاندې په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ښار او ټولو ولسواليو کې د نوم‌ليکنې د مرکزونو د فعالیت ډاډ ورکړی و.

خو د کندهار نېش، ميانشين، غورک، ښورابک، رېګستان، معروف او خاکرېز لا هغه ولسوالۍ دي چې تر اوسه هم په‌کې د نوم‌لیکنې مرکزونو فعالیت نه‌دی پیل کړی.

د یادو ولسواليو اوسېدونکي چې په کندهار ښار کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو ګواښ وکړ چې که‌يې په ولسواليو کې د نوم ثبتونې مرکزونه خلاص نه‌شي، په کندهار کې به د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازه وتړي.

قومي مشر محمد اسحاق وايي:

"لکه نېش، ميانشين، غورک، ښورابک، رېګستان، معروف او خاکرېز دا ولسوالۍ یو مرکز نه‌لري، زه پر تذکره دا سټیکر چېرې ولګوم؟"

په عین وخت کې د کندهار د ولايتي شورا رئيس سید جان خاکرېزوال هم د ټاکنو د نيمګړي بهیر په اړه نيوکې لري.

خاکرېزوال وايي، که حکومت د نوم‌لیکنې د پروسې په برخه کې د کندهار د خلکو ستونزې حل نه‌کړي، نو د ټاکنو د کمېسیون دوازه به وتړي.

په کندهار کي د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسؤلین هم مني چې په یادو اوو ولسوالیو کې یې د نوم‌ليکنې مرکزونه نه‌دي فعال کړي.

د دغه کمېسیون رئیس محمد هاشم دراني يې یوازنی لامل په دغو ولسواليو کې نا امني یادوي.

نوموړي زیاته کړه:

"څنګه مرکز تاته خلاص کړم چې ته هلته په ۱۵ ورځو کې هېڅ مراجعین نه‌لرې، ستا ولسوال هلته نه‌شته چې زما د ټيم سره کمک وکړي، کومه دی ستا ولسوال؟ په ښورابک دې ولسوال راته وښیه په نور دغو ولسوالیو کې ولسوال چېرې وو؟"

په عین وخت کې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء الرحمان درانی په یادو ولسواليو کې د نا امنیو خبره نه‌مني.

هغه زیاتوي چې تر اوسه الوتکې په واک کې نه‌دي ورکول شوي چې یادو ولسوالیو ته د هوا له لارې د نوم‌ليکنې اړوند توکي انتقال کړي.

درانی وايي په راتلونکو دوو ورځو کې به یادو ولسوالیو ته هم د هوا له لارې د نوم‌لیکنې اړوند توکي ولېږدوي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG