د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

په کندز کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې له۲۲۰مرکزنو نه ۱۱۲تړلي


په داسې حال کې چې د کندز ولایت په ولسوالیو کې د نوم لېکنې له بهیر څخه ۱۹ ورځې تېرېږي، خو په دغه ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر چارواکي وايي چې د لوړو امنیتي ګواښونو له کبله د دغه ولایت په ۳ ولسوالیو کې لاتر اوسه هېڅ د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز نه دی پرانيستل شوی.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د رای ورکونو د نوم لیکنې د ۲۲۰ مرکزونو څخه یوازې ۱۱۲مرکزونه فعال دي او ۱۰۸ مرکزونه بیا د لوړ امنیتي ګواښونو له کبله تړلي دي.

د کندز د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سرپرست محمد رسول عمر له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې د کندز له ۹ ولسوالیو څخه لا تر اوسه د دې ولایت په ۳ ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونه نه دي خلاص شوي:

"د کندز په ۶ ولسوالیو کې د نوم لېکني بهیر رسماً جریان لري او موږ خپلې ستونزې له سیمه ییزو چارواکو سره شریکې کړي دي، خو امنیتي چارواکو موږ ته ډاډ راکړ چې د دغه بهیر د پلې کولو په هدف د کندز په قلعۀ‌زال او یوشمېر نورو ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پیلوي او د ناامنه ولسوالیو په تصفیه کولو سره به، هلته هم موږ د رای ورکوونکو د نوم ثبتولو بهیر پیل پیلوو."

ښاغلي عمر وویل قلعه زال، کلبات او ګلتپې هغه ولسوالۍ دي چې د رای ورکونکو د نوم لیکنې مرکزونه پکې نه دي پرانیستل شوي.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي وايي، که چیرې د دې ولایت په یوشمېر ناامنه ولسوالیو کې د رای ورکوونکو د نوم لېکني بهیر پیل نشي او که خلک د ټاکنو له بهیر څخه محروم پاتي شي، نو له کبله به یې د ټاکنو بهیر هم له نېمګړتیاو سره مخ شي:

محمد یوسف ایوبي
محمد یوسف ایوبي

"که د کندز په نا امنو سیمو او ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر پیل نه شي نو ښايي د دغو ولسوالیو خلک د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په بهیر کې د رای ورکولو له حق څخه محروم پاتي شي، نو له کبله به یې د ټاکنو بهیر هم له ننګونو او نواقصو سره مخ شي."

له دې سره سم د کندز د ناامنو ولسوالیو اوسېدونکي بیا وايي، دولت مکلف دی چې خلکو ته د نوم ثبتولو زمینه برابره کړي، ترڅو خلک د خپل قانوني او مدنې حق څخه ګټه واخلي.

د نوموړي ولایت د قلعۀ‌زال ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالجلیل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"لا تر اوسه په قلعۀ‌زال ولسوالۍ کې د نوم لېکني بهیر نه دی پیل شوی او که چېرې د نوم لیکني بهیر په دغې ولسوالۍ کې پیل نشي، نو د دغې ولسوالۍ ټول خلک به د رای ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې شي."

بل‎خوا د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الله رحماني ازادي راډیو ته وویل چې په دغو ولسوالیو کې وسله وال مخالفین حاکمیت لري، نو په همدې دلیل هلته د نوم لیکنې بهیر نه دی پیل شوی.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه یولړ امنیتي تدابېر تر لاس لاندې لري او په پلې کولو سره به یې د دې ولایت په نا امن ولسوالیو کې د نوم ثبتولو مرکزونه پرانیستل شي:

"د کندز په دری تازه تشکیل شویو ولسوالیو کې وسله وال مخالفین حضور لري او همداراز په قلعۀ‌زال کې د شته ناامنیو له کبله د نوم لیکني مرکزونه نه دي خلاص شوي او موږ هڅې پیل کړي ترڅو په دغو ولسوالیو کې هم د ټاکنو د نوم لېکني بهیر پيل شي او خلک نوم لېکنه وکړي."

د معلوماتو پربنسټ، په کندز کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې له بهیر پیل څخه تراوسه پورې په دغه ولایت کې ۹۴ زر تنو نوم لېکنه کړې چې له دې شمېر څخه کابو ۳۴ زر تنه ښځي جوړوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG