له طالبانو د ایران د ملاتړ په اړه د امریکايي چارواکو تازه څرګندونو د ولسي جرګې غړي په جدي توګه اندېښمن کړي دي.
د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون مسؤلین وايي چې له طالبانو د ایران د ملاتړ موضوع حساسه ده او باید په دې اړه په موقع څېړنې او اقدمات وشي.
د دغه کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې نوموړي په دې اړه له لوړپوړو افغان چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
دی وايي:
"تېره ورځ مې د همدې موضوع په اړه د ملي امنیت له شورا او دفاع وزارت سره خبرې وکړې، نن د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت له مسؤلینو سره هم ګورو که دا موضوع رښتیا وي، نو د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېره خطرناکه ده، ځکه چې زموږ څو ولایتونه له ایران سره ګډه پوله لري او ایران موږ ته یو بل پاکستان کېدای شي، موږ د دې مسئلې په اړه شدیداً کار کوو."
دا څرګندونې پهداسې حال کې کېږي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې ایران په افغانستان کې طالبانو ته وسلې او مهمات استوي او له دغې ډلې ملاتړ کوي.
ښاغلي پامپیو د دوشنبې په ورځ د ایران په اړه د امریکا د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل چې په افغانستان کې له طالبانو د ایران ملاتړ د تاوتریخوالي لامل شوی او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت مخه نیولې ده.
تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ایران له طالبانو سره اړیکې لري، خو دا پهدې معنی نهده چې له دغې ډلې ملاتړ کوي.
روسیې هم تر دې وړاندې ویلي چې له طالبانو سره تماس لري، خو ملاتړ ترې نهکوي.
د افغانستان دفاع وزارت له طالبانو سره د ایران مرستې نه رد او نه هم تأییدوي، خو وايي پهدې اړه هر اړخیزو څېړنو ته اړتیا ده.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنشیې په اړه وايي:
"موږ د دې لپاره دغه موضوع نه تأیید او نه هم ردوو چې اکثر لاسته راغلې وسلې د مخالفینو له لوري په قاچاقي توګه له بېلابېلو هېوادونو راوړل کېږي او د وسلهوالو لاسته لوېږي، موږ یې ځیني ترلاسه کړي او څېړنې مو روانې دي."
له طالبانو سره د ایران د همکارۍ موضوع په افغانستان کې د اندېښنې وړ ده چې کله نا کله د ملي شورا غړو او د افغانستان په لوېدیځ کې سیمهییزو چارواکو هم پهدې اړه اندېښنې مطرح کړې دي.
امنیتي بنسټونو تر دې وړاندې هم ویلي چې له طالبانو سره د ایران د همکارۍ په اړه څېړنې کوي، خو اوس به ولیدل شي چې دغه څېړنې څنګه ترسره کېږي او کله بهیې پایلې اعلان شي.
راپور: محمد حديث پردېس