د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

پر ایران د امریکا نوي بندیزونه به پر چابهار بندر څه اغېز وکړي؟


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پر ایران د امریکا له نویو بندیزونو سره به د چابهار بندر پروژه چې د افغانستان لپاره ځانګړی اقتصادي ارزښت لري، له خطر سره مخ شي.

دغه خونه وايي، د امریکا له‌خوا پر ایران نوي بنديزونه د افغانستان مهمې او حیاتي پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۳۱» ازادي راډیو ته وویل چې له دغو بندیزونو وروسته ښايي پانګه‌وال په چابهار بندر کې پانګونې ته زړه ښه نه‌کړي.

صیام الدین پسرلی
صیام الدین پسرلی

دی وایي:

"د امریکا له‌خوا چې کوم بندیزونه پر ایران لګول کېږي، جانبي اغېز به‌یې ډېر زیات وي، د افغانستان، هند او د سیمې له هېوادونو سره به د ایران اقتصادي او سوداګریزې اړیکې اغېزمنې شي، دغسې اندېښنې شته چې پانګوونکي شرکتونه هم له ستونزو سره مخ شي او تر هغې خپل فعالیتونه کم کړي، څو چې وضعیت په ټوله معنی معلوم شي."

ښاغلی پسرلی وايي، پر ایران د امریکا نوي بندیزونه د چابهار بندر د پروژې تر څنګ، د افغانستان په يو شمېر نورو اقتصادي پروژو، لکه د رېل پټلۍ او د ټاپي نل لیکې پر پروژو هم ناوړه اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې بالتيمور پوسټ انلاين خپرونې د روېټرز په حواله ليکلي چې د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ دې اعلان چې د ايران له اټمي تړونه به وځي او پر دغه هېواد به بيا بنديزونه لګوي، هغه پروژه زيانمنوي چې د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا لپاره پلان شوې ده.

دغې خپرونې په ايران کې د چابهار بندر د پروژې يادونه کړې چې هندوستان‌يې ملاتړ کوي او په وچه کې د ايسار افغانستان لپاره د حمل او نقل د يوه دهلېز لپاره طرحه شوې ده.

د چابهار بندر پروژه په ٢٠١٦ میلادي کال کې د افغانستان، ايران او هندوستان له‌خوا پرانیستل شوې چې د میليونونو ډالرو په ارزښت تجارت ته لار هواروي او پر پاکستان د افغانستان اتکا کموي.

دا شان روېټر خبري اژانس د يوه هندي چارواکي له قوله ویلي چې پر تهران د واشنګټن نویو بندیزونو وضعیت تر ډېره پېچلی کړی او هند له ایران سره د چابهار بندر پر شرایطو له سره خبرې پيل کړې دي.

چابهار بندر
چابهار بندر

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په چابهار بندر د درېیو پانګوونکو شرکتونو چې دوه‌یې چینايي او يو هندي دی، کارونه په ټپه درول شوي دي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو افغان کارپوه سید قیاس سعیدي وايي، که څه هم د امریکا او ایران ترینګلې اړیکې د افغانستان پر اقتصادي پروژو خپل اغېز لري، خو افغان حکومت باید په دې برخه کې جدي هڅې وکړي، څو خپلې اقتصادي اړيکې او ګټې له خطره وژغوري.

نوموړي وویل:

"طبیعي خبره ده چې ستونزې به په‌کې وي، خو باید مقاومت وشي، څو دغه ستره پروژه چې په سیمه کې یې مثال نه‌لیدل کېږي او د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، نو په دې هیله چې د هغوی ترمنځ رامنځته شوې ستونزې د دې لامل نه‌شي چې دغه ستره پروژه تر سؤال لاندې راولي."

ښاغلی سعیدي وايي، په‌کار ده چې ټول هېوادونه او خواوې د چابهار بندر د پروژې ارزښت چې د افغانستان لپاره خورا زیات اهمیت لري، په پام کې ونیسي او د دغې پروژې د بریالیتوب لپاره افغانستان ته لاس ورکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG