د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

پنټاګون: پر فراه ښار د طالبانو په حملو کې د ايران د ملاتړ امکان نه ردوو


د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون وايي، دا امکان له پامه نه‎شي غورځول کېدای چې د افغانستان پر فراه ښار د طالبانو له وسله‎والو حملو سره د ايران ملاتړ وو.

د پنټاګونو وياندې ډانا وايټ د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته پر فراه ښار د ایران له‎خوا د طالبانو د حملو د ملاتړ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:

"فکر کوم دا امکان هېڅ‎کله ردېدلای نه‎شي چې ايران په‎دې سیمه کې څومره لاس‎وهنه کوي. ايران په منځني ختيځ کې تر ټولو زيات بې ثباته کوونکی فکتور دی. نو زه فکر نه‎کوم د دوی له‎خوا د زیان رسولو امکان هېڅ‎کله رد کړای شو."

د پنټاګون ویانده ډانا وایټ
د پنټاګون ویانده ډانا وایټ

د امریکا دفاع وزارت دا خبرې په‎داسې حال کې کړي چې د پنجشنبې په ورځ د امريکا د بهرنیو چارو نوي وزیر مايک پومپئو له ولسمشر غني سره ټليفوني خبرې وکړې.

پومپئو ولسمشر غني ته له افغانستان سره د امريکا د ملاتړ ژمنه تکرار کړه.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې هدر ناوئرټ وويل چې پومپئو ولسمشر غني ته په خبرو کې څرګنده کړه چې هېواد يې د فراه ښار د دفاع لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د سې شنبې په ورځ سلګونو طالبانو د فراه ولايت پر مرکز فراه ښار حملې پيل کړې.

افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو په ځوابي اقداماتو کې هوايي او ځمکني عمليات پيل کړل چې د چهارشنبې تر سهاره یې دوام وکړ.

وروسته افغان چارواکو په فراه ولایت کې د تصفيوي عملیاتو خبر ورکړ او په وينا یې فراه ښار د طالبانو له حضوره پاک شو.

د فراه والي عبدالبصير سالنګي
د فراه والي عبدالبصير سالنګي

په همدې حال کې د فراه والي عبدالبصير سالنګي ویلي چې د عملیاتو پر مهال په فراه ښار کې ۳۰۰ طالب وسله‎وال او ۲۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د فراه د امنيې قوماندان فضل احمد شېرزاد د طالبانو له حملې یوه ورځ وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې ایران په دغه ولایت کې طالبان تمویل او تجهیزوي، خو د افغانستان دفاع وزارت په فراه کې له طالبانو سره د ایران همکاري نه‎ده تأیید کړې.

ایراني چارواکو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG