د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو پرون یکشنبه ناوخته اسرائیلو ته ورسېد او له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره یې وکتل.
مایک پومپئو وايي، هېواد یې د ایران د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره یو پراخ پلان لري.
پومپئو له دې کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران لهخوا د پېښو ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره یو پراخ پلان برابر کړی دی.
دی وايي:
"زموږ خبرې تر ډېره پر ایران متمرکزې وې. په منځني ختیځ او په حقیقت کې په ټوله نړۍ کې د ایران د بې ثباته کوونکو او ورانکارو فعالیتونو په وړاندې د مقابلې لپاره ستاسو په څېر له ځواکمنو متحدانو سره همکارۍ ته اړتیا شته. موږ د اسرائیلو په وړاندې د ایران د ګواښونو د زیاتېدو او په سیمه کې د نفوذ لپاره د ایران د هلو ځلو له کبله ژوره اندېښنه لرو."
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل چې د ایران د یرغل مخه باید ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د ایران مخه باید ونیول شي. د اټمي وسلې د ترلاسه کولو لپاره د دې هېواد د هڅو مخه باید ونیول شي. د ایران د یرغل مخه باید ونیول شي او موږ ژمن یو چې د ایران مخه به په ګډه نیسو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تل ابیب ته له رسېدو مخکې په ریاض کې و او له سعودي پاچا ملک سلمان او خپل سعودي سیال عادل الجبیر سره یې وکتل او وروسته یې له الجبیر سره په ګډه خبري غونډه کې ایران په سیمه کې د ترورېزم تر ټولو لوی ملاتړی هېواد وباله او ویې ویل، امریکا به دا خبره حتماً یقیني کوي چې ایران باید هېڅکله اټمي وسله ترلاسه نهکړي.
دا څرګندونې پهداسې حال کې کېږي چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټون پرون یکشنبې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، ولسمشر ټرمپ تر اوسه د ایران له اټمي موافقې څخه د وتلو پریکړه نهده کړې.
له بلېخوا بریتانوي چارواکي وايي چې بریتانیا، جرمني او فرانسې موافقه کړې چې له ایران سره اټمي موافقه د تهران د اټمي پروګرام د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار ده، خو د بریتانیا د صدراعظمې ټرزا مې دفتر په عین حال کې پرون یکشنبې په یوه بیان کې ویلي چې ښايي له ایران سره د اټمي موافقې پراخولو او په هغه کې د بالسټیک توغندیو د مخنیوي په ګډون د ځینو نورو مواردو شاملو ته هم اړتیا وي.
بیان زیاتوي، درېیو مشرانو موافقه وکړه چې د دوی هېوادونه او متحدایالات به د ایران لهخوا د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.
تمه ده چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ښاغلی پومپئو د اسرائیلو له سفر وروسته اردن ته هم ولاړ شي.