د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سعودي عربستان ته تللی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپيو نن سعودي عربستان ته ورسېد.

پامپیو به د سعودي عرب له شاهي کورنۍ سره د ایران د راکټي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

د پامپیو د سیاسي چارو سلاکار، براین هاک چې په دې سفر کې ورسره ملګری دی، نن په ریاض کې خبریالانو ته وویل چې له خپلو اروپايي متحدانو او په منځني ختیځ کې له دوستانو غواړي چې د ایران د راکټي پروګرام له امله پر هغه هېواد نوي بندیزونه ولګوي.

مایک پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، منځني ختیځ ته په اوله رسمي دوره کې، اردن او اسرائيل ته هم ځي.

د هغه د سیاسي چارو سلاکار نن خبریالانو ته وویل چې ایران د نړۍ سولې او ثبات ته یو ګواښ دی.

د رپوټونو پر اساس، پامپیو به منځني ختیځ ته په سفر کې د ایران اونړیوالو قدرتونو پر اټمي موافقه هم خبرې کوي.

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ د مې میاشتې تر۱۲ نېټې د نړیوالو قدرتونو او ایران ترمنځ د اټمي موافقې اصلاح ته وخت ورکړی او ویلي یې دي چې که په موافقه کې سترې نیمګړیتاوې سمې نه شي، متحد ایالات به له دې موافقې ووزي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل:

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

"زه پردې چې د ایران پر ضد به له پوځي قوې کار واخلم یا نه، خبرې نه کوم، خو درته ویلائ شم چې هغوی به اټمي وسلې جوړې نه کړي، تاسو پردې یقین ولرئ."

ایران ا په۲۰۱۵ مېلادي کال کې، د امریکا په ګډون د نړۍ له شپږو قدرتونو سره موافقه وکړه چې د نړیوالو د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې به خپل اټمي فعالیت محدود کړي.

ولسمشر ټرمپ شوې موافقه نيمګړې او له تېروتنو ډکه ګڼي، ولسمشر ټرمپ نه ده په ډاګه کړې چې له ایران سره له شوې موافقې د وتلو په صورت کې به د ایران د اټمي فعالیت د بندولو لپاره څه کوي؟

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف د شنبې په ورځ په مسکو کې وویل چې برجام د بدلون وړ نه دی او هغه بدلون چې د امریکا ولسمشر یې د تهران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ په اټمي موافقه کې غواړي، د منلو وړ نه دي.

ظریف وویل،د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په غوښتنه د تهران او نړیوالو قدرتونو په اټمي موافقه کې بدلون د ایران ولس او نړیوالو قدرتونو ته د منلو وړ نه دی.

له تهران سره د اټمي موافقې نورو اړخونو لکه جرمني، بریتانیې، فرانسې او چین پر واشنګټن غږ کړی چې له موافقې دې نه وزي او ویلي يې دي چې دا د اټمي وسلو له جوړولو د ایران د منع کولو تر ټولو غوره لار ده.

د یادونې وړ ده چې مایک پامپیو مخکې تردې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شي، له ایران سره د نړیوالو قدرتونو د اټمي موافقې له سترو منتقدانو او مخالفینو و.

XS
SM
MD
LG