د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د یونېسف د راپور په غبرګون کې: ماشومان د مخالفینو د ترورېستي اعمالو قرباني دي


سید احمد رشید متعلم صنف نهم مکتب بود
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

سید احمد رشید

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یونېسف د خپاره شوي راپور په غبرګون وايي چې افغان ماشومان د وسله‌والو مخالفینو د ترورېستي اعمالو قرباني دي، نه د افغان امنیتي ځواکونو.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف د جګړو ګرم ډګر او د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ نښتې د افغان ماشومانو د تلفاتو عامل بولي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو له‌خوا د ماشومانو تفات ردوي.

دا وزارت وايي چې انتحاري او چاودېدونکي حملې د ماشومانو او د ملکي تلفاتو ستر لاملونه دي.

نجیب دانش
نجیب دانش

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۶» په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ تل خپلو ځواکونو ته ویلي چې د ماشومانو او مېرمنو د ژغورنې لپاره په تېره هم کله چې په جنګي سیمو کې وي، تر ټولو ډېره هڅه وکړي او دا زموږ یو لومړیتوب دی، خو ماشومان تر ډېره په ترورېستي حملو لکه انتحار او چاودنو کې وژل کېږي​."

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف په خپل تازه راپور کې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۱۵۰ څخه د ډېرو ماشومانو پر وژنه اندېښنه څرګنده کړې او د جنګ پر ښکېلو خواوو یې غږ کړی چې له ماشومانو څخه لکه د جنګي عسکرو په څېر استفاده ونه‌کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو ته په یوه لېږلي پیغام کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې پړه په مقابل لوري اچولې ده.

مجاهد وايي، دوی د ماشومانو او ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه کوي، خو د مقابل لوري په هوايي بمباریو او توغندیزو بریدونو کې تر ډېره عام خلک او ماشومان قرباني کېږي.

له دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي، په جنګ کې د ښکېلو خواوو ځمکني عملیات او د افغان ځواکونو هوايي حملې په افغانستان کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې مهم لاملونه دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېر میلادي کال ۳۳۷ ماشومان وژل شوي او ۲۳۵۵ نور ماشومان ټپیان و چې دا د تېرو کلونو په پرتله د ماشومانو د تلفاتو ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد کمیسیون ویاند بلال صدیقي وايي، په روان میلادي کال کې هم ماشومانو ته ډېره مرګ ژوبله د زده‌کړو مرکزونو او ښوونځيو ته په نږدې ځایونو کې د چاودنو او جګړو له کبله رسېدلې ده.

بلال صدیقي
بلال صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"له بده مرغه په دې وروستیو کې د ډېرو حملو قربانیان غیر نظامیان او ماشومان دي، موږ په دې اړه ډېر اندېښمن یو چې ماشومان هدف ګرځي او ښوونځيو ته په نږدې ځایونو کې حملې کېږي."

صدیقي وايي، په جنګي سیمو کې د ماشومانو ژوند ته نه‌پاملرنه او یا د جګړو په میدان کې له ماشومانو څخه د ډال په څېر استفاده د بشري حقونو او ټولو قوانینو څخه واضح سرغړونه ده چې باید مخنیوی یې وشي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG