د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

یونېسف: د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې څه باندې ۱۵۰ افغان ماشومان وژل شوي


د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره يا يونېسف وايي، په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړيو درېیو مياشتو کې د جګړې له کبله تر ۱۵۰ زيات کوچنیان وژل شوي دي.

د کوچنيانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يا یونېسيف ويلي، د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې له مرکزي افريقا نيولې تر جنوبي سوډانه او له سوريې نيولې تر افغانستانه، کوچنیان په دوامداره توګه تر حملو لاندې راغلي دي.

د دغې ادارې یوه وياند فريدون ارین د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۵» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان په جګړه کې په تېرو درېیو مياشتو کې تر ۱۵۰ زيات کوچنیان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"یونېسف په جګړه کې پر ټولو ښکېلو لورو غږ کوي چې د ماشومانو ساتنه تر ټولو مهم کار دی او د انساني او بشري حقونو تر ټولو مهم اصل دی چې بايد په پام کې ونيول شي. د ماشومانو ساتنه باید وشي، هغوی ته ضرر ونه‌رسېږي، د ماشومانو د ساتنې لپاره بايد ګامونه واخلي، ماشومان باید د جګړو قرباني نه‌شي لکه له هغوی څخه د عسکر په توګه استفاده کول يا نور ضررونه."

د ښاغلي ارين په وينا یونېسف د عامه پوهاوي په خاطر د افغانستان له ديني عالمانو سره کار کوي چې د هغوی له لارې د انساني او بشري حقونو د خونديتوب لپاره په جګړه کې پر ښکېلو لورو غږ وشي او په جګړه کې کوچنیان له قرباني کېدو وژغورل شي.

د سې شنبې په ورځ د يونېسف له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دغې ادارې سږ کال د هغه مقدار چې ورته اړتیا ده، يوازې ۱۶ فيصده مالي مرستې تر لاسه کړې دي.

د اعلاميې په وينا دا د مالي مرستو کمښت ښيي، خو بیا به هم دا اداره د کوچنیانو د واکسيناسیون، له لوږې د هغوی د ژغورلو، ښوونځيو ته د هغوی د لېږلو او داسې نورو برخو کې خپل کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د يونېسف وياند فريدون ارین له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه داسي وويل:

"موږ ډاډه یو چې زموږ نړيوال ملګري او هغه متحدان چې موږ ته فنډ چمتو کوي، له موږ سره اوږه په اوږه ولاړ دي او دوی هڅې کوي چې زموږ د ليدلوري عملي کولو لپاره اسانتياوې برابرې کړي چې موږ نورو کوچنیانو ته هم لاسرسی پيدا کړو."

د یونېسف د اعلاميې له مخې، په ټوله نړۍ کې له پنځو څخه دوه کوچنیان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او د ښوونځي پر عمر برابر په درېیو کې يوه برخه کوچنیان ښوونځي ته نه‌ځي.

XS
SM
MD
LG