د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۴

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون: د کابل د وروستۍ حملې په مخنیوي کې ناغېړي شوې


د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

په‎داسې حال کې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا انتخاباتو ته د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر لپاره‌یې غوره امنیتي تدابیر نیولي، د کابل په لوېدیځ کې د تذکرو د وېش پر یو مرکز انتحاري حملې دغه تدابیر تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي چې امنیتي ځواکونو د کابل په لوېدیځ کې د تذکرو د وېش پر مرکز د حملې په مخنیوي کې ناغېړي کړې ده.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رئیس اقبال صافي ازادي راډيو ته وویل، که امنیتي تدابیر کمزوري نه‌وی او دا مسئله جدي نیول شوې وی، هېڅ‎کله به هم پېښه نه‌رامنځته کېده.

نوموړی وايي:

"دا چې امنیتي او کشفي ځواکونو د تېرې ورځې د حملې مخه ونه‎شوه نیولای، د خواشینۍ وړ ده، موږ له امنیتي بنسټونو په جدي توګه غوښتنه کوو چې د رأی ورکونې د مرکزونو او ښاریانو امنیت خوندي کړي، د تېرې ورځې حمله د منلو وړ نه‎ده، که جدي تدابیر ونه‌نیول شي، نو د انتخاباتو پروسه تر پوښتنې لاندې راتلی شي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د اصف مایل په ښوونځي کې د تذکرو د وېش پر مرکز انتحاري حمله وشوه.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دغې حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۲ تنه ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپيان شول.

د دغې حملې مسؤلت داعش وسله‎والې ډلې په ځان منلی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته ویلي چې دغه حمله د یو پلي کس له‎خوا هغه مهال وشوه چې د تذکرو اخیستونکو په منځ کې ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

دغه حمله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما، د ناټو تړون سرمنشي، په کابل کې د امریکا سفارت، د افغانستان جمهوري ریاست او د اجرائیه ریاست له‎خوا په سختو ټکو وغندل شوه.

وروسته له هغې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پيل شو، یو شمېر افغانان د تذکرو په شا د تخنیکي سټیکر نښلولو د امنیت او خوندیتوب له اړخه اندېښمن کړل، خو دا چې اوس په پلازمېنه کې پر دغه بهیر خونړۍ حمله وشوه، د خلکو زیاتې اندېښنې راپارولې دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم په غور، بادغیس او ننګرهار ولایتونو کې د رأی ورکونې پر مرکزونو حملې شوي چې مرګ ژوبله‌یې هم درلوده.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د وروستۍ خونړۍ انتحاري حملې د څرنګوالي په اړه‌یې څېړنې پیل کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
  • دا چې کمزورتیا په کوم ځای کې وه، ایا ناغېړي شوې که نه، او ولې د حملې مخه ونه‌نیول شوه؟

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش دا پوښتنې داسې ځوابوي:

"اوس به له وخت مخکې وي چې په‎دې اړه خبرې وکړم، زموږ څېړنې وروستۍ شوې نه‎دي، کله مو چې زیات جزئیات ترلاسه کړل له تاسې سره به‌یې شریک کړو."

په ورته وخت کې د امنیتي چارو افغان کارپوهان له هغې ډلې میرزا محمد یارمند ټینګار کوي چې د ډېریو حملو ریښې پاکستان ته رسېږي، نو له همدې امله په‎دې برخه کې وروستۍ څېړنې او اقدامات هم نه‌ترسره کېږي.

نوموړی حکومت ته سپارښتنه کوي چې په‎داسې حملو کې د پاکستان د لاس لرو په تړاو نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته د شکایت کولو پر ځای په خپلو پولو کې امنیتي تدابیر ټینګ او په عصري ټکنالوژۍ سمبال کړي، څو وتوانېږي په خپلو سرحدي سیمو کنټرول ولري.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG